په پاکستان کې نن د اګست پر ۲۲مه نېټه د ګڼو څوکیو لپاره ضمني انتخابات ترسره شول.
په خيبر پښتونخوا کې د قومي او صوبايې اسمبليو پر اته چوکيو انتخابات ول. د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې هم د قامي اسمبلۍ ۲۶۲ مې حلقې لپاره ټاکنې ترسره شوې چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د دوو څوکو ګټلو وروسته پرېښې وه.
کارپوهان وايې، ضمني ټاکني به د حکومتونو په جوړولو يا ماتولو کې څه خاص رول و نه لوبوي خو پوښتنه دا ده چې بيا ددې اهميت څه دی؟
هم دا پوښتنه عبدالحی کاکړ د پيښور له یوه خبريال او د سياسۍ چارو څيړونکي شميم شاهد څخه کړې ده...