د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دمشق څنډو کې د شامي ځواکونو بمباري دوام لري


په شام کې د کیمياوي وسلو د برید دعوه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

په شام کې د کیمياوي وسلو د برید دعوه شوې

د شام د اپوزيشن د فعالانو له مخې په تورن ډول د کيمياوي وسلو په بريد کې له ۱۳۶ څخه بيا تر ۱۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

د شام حکومتي ځواکونو د دمشق په اطرافو کې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د اپوزيشن ډلو په وينا د چارشنبې پر ورځ هم د کيمياوي وسلو بريد پر شوی و.


په بريتانيه کې مېشت د بشري حقونو لپاره د شام څارونکې ډلې ويلي چې نن د پلازمينې دمشق په ختيځ کې د توپونو او راکټونو بريدونه شوي دي.

د شام د اپوزيشن د فعالانو له مخې په تورن ډول د کيمياوي وسلو په بريد کې له ۱۳۶ څخه بيا تر ۱۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

خو د ولسمشر بشار الاسد حکومت د کيمياوي وسلو د استعمال ادعا رد کړې ده.

د شام پر حکومت مخالفه سيمو باندي د کيمياوي وسلو د بريد راپورونو د چارشنبې په ورځ ناڅاپه سفارتي هلې ځلې راوپارولې. په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د تړلو دروازو تر شاه بیړنۍ غونډه وکړه او د دغې پیښې په اړه يې د بې پرې سمدستي څیړنی ملاتړ وکړی خو دایې ونه ویل چې آیا د ملګرو ملتونو کيمياوي پلټونکې ډله به چې اوس په شام کې ده د دې پیښې په اړه څیړنه وکړي کنه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG