د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له افغانستان سره د مرستو جاري ساتلو ژمنه وکړه


د هند حکومت او د دغه هیواد سوداګرو ژمنه کړې ده چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


هندي مشرانو دا ژمنه پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان له دوهم مرستیال ولس مشر کریم خلیلي سره په کتنه کې وکړه.

د کریم خلیلي د دفتر مشر عباس بصیري له نوي ډیلي څخه د ټليفون له لارې مشال راډيو ته وويل:

( افغان پلاوي هڅه وکړه چې هندي لوری په افغانستان کې زیاتې پانګونې ته وهڅوي.هندي مقاماتو هم په دې برخه کې خپل چمتوالۍ وښود او له ۲۰۱۴م کال وروسته يې په افغانستان کې پر خپلې پانګونې ټینګار وکړ.)

د افغانستان د دوهم مرستیال ولس مشر او هندي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د ایران له چا بهاربندر څخه د ګټې اخستنې او د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ترکمنستان د قدرتي ګيس د پایپ لاین د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG