د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د نوې کابینې پر سر کړکېچ ختم


کوټه: د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره روغبړ کوي.
کوټه: د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره روغبړ کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په برخه ۴ وزارتونه او ۲ صلاح کاران راغلې دي او نورو ګوندونو ته هم د ترسره شوې فارمولې لاندې ونډه ترلاسه شوې ده

په بلوچستان کې د نوې کابینې په لړ کې پورته شوی سیاسي کړکېچ په ظاهره ختم شوی دی او ۳ واړه واکمن ګوندونه د وزارتونو پر وېش رضا شوي دي.


د پښتون ملت پالې،پښتونخوا ملي عوامي ګوند په برخه ۴ وزارتونه او ۲ صلاح کاران راغلې دي او نورو ګوندونو ته هم د ترسره شوې فارمولې لاندې ونډه ترلاسه شوې ده

د واکمن،پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عثمان خان کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې بالاخره د صوبې کابینې پرېکړه ترسره رسېدلې ده او درې سره واکمن ګوندونه د وزارتونو پر وېش سره رضا شوې دي

"د دې خبرې باقاعده پخلی کوو چې له تېرو څو میاشتې روان سیاسي کړکېچ ختم شوی دی او موږ پر دې سره رضا شوې یو چې واکمن،مسلم لیګ (ن) ته به ۶ وزارتونه او ۲ صلاح کاران ورکوو.پښتونخوا ملي عوامي ګوند به ۴ وزارتونه او ۲ صلاح کاران او نېشنل ګوند به ۴ وزارتونه او ۱ صلاح کار اخلي"

عثمان کاکړ زیاته کړه،دوي به هغه ورارتونه اخلي، چې د ده په خبره د سیمې د پښتنو په ګټه تمام شي

"تعلیم داسې وزارت دی چې پښتنو ته ډېر په ګټه ورتلای شي. دلته د تعلیم په اړه ګړندي کارونه کولو لپاره به زموږ سترګې پر دغه وزارت په خاص توګه لګېدلې وي .د دې تر څنګ زموږ زیاتره سیمې له زراعت سره اړه لري او د دوی د زراعت په اړه ښه خدمت کولو او د سیمې د ودانۍ لپاره به زراعت وزارت هم زموږ په پام کې وي. له دې سره خزانه،صحت او نور هم داسې وزارتونه دی، چې په ځانګړې توګه پښتنو ګټه رسولای شي"

دا چې د کابینې له ټاکلو وروسته د دې باقاعده اعلان به کله وشي؟ عثمان کاکړ د پوښتنې په ځواب کې ووېل چې په یوه اوونۍ کې دننه به باقاعده اعلان وشي او کابینه به خپل کار پېل کړي.

یاده دې وي، په بلوچستان کې سږ کال ۲۰۱۳م د ۱۱م می له ټول ټاکنو وروسته، درې واړه واکمن ګوندونو،نېشنل پارټۍ،مسلیم لیګ (ن) اوپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر مېنځ د وزارتونو پر سر د اختلافاتو خبرې پورته شوې وې او په دغه اړه د اپوزیسیون ګوندونو له اړخه نیوکې هم شوې چې په صوبه کې حکومت یوازې وزیراعلی چلوي او واکمن ګوندونه تر اوسه یوازې پر کابینې نه دې سره جوړ شوي،دوي به د ولس ستونزې څنګه ورختمې کړې.

په بلوچستان کې ۳ ګوندیزه مخلوط حکومت دی د چوکیو له پلوه مسلیم لیګ(ن) لومړۍ،پښتونخوا ملي عوامي ګوند دویم او بلوڅ ملت پاله نېشنل ګوند درېم راځي.
XS
SM
MD
LG