د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکې د پېښور پر یو مدرسه مالي بندیز ولګاوه


د امریکا خزانې وزارت خپور شوی بیان زیاتوي دا لومړی ځل دی چې پر یوه دیني مدرسه په دې وجه مالي بندیزونه لګول شویدي چې تره ګر تنظیمونو یې کاروي

پیښور: د امریکا د خزانې محکمې په پېښور کې پر یو مدرسه د وسلوالو ګوندونو سره د مرستې په تور مالي بندیزونه لګولي دي او د پیښور د ګنج یوه دیني مدرسه یې د القاعده شبکې په شمول د طالبانو او لشکر طیبه د روزنې یو مرکز بللی دی-


په دی لړ کې د امریکا د خزانې د وزارت نه د سه شنبی په ورځ د خپور شوی یو بیان ترمخه د القاعده شبکې طالبانو او لشکر طیبه لپاره د پېښور د ګنج یوه مدرسه د یو روزه نیز مرکز په توګه کارول کېږي او د ګنج په مدرسه کې زده کوونکي د مذهبي مطالعې په جامعه کې سختدریځی ته هڅول کېږي چې تره ګر او وسلوال فعالیتونه ترسره کړي.

د امریکا خزانې وزارت خپور شوی بیان زیاتوي دا لومړی ځل دی چې پر یوه دیني مدرسه په دې وجه مالي بندیزونه لګول شویدي چې تره ګر تنظیمونو یې کاروي خو د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې د دې ګام مقصد په عمومي دیني مدرسه په نښه کول نه دی ځکه چې د پاکستان پشمول د نړۍ په یو شمیر برخو کې مدرسې د تعلیمي پرمختګ او د انساني او ترقیاتي مرستو د ورکولو کردار ترسره کوي.

په دې لړ کې د پیښور د ګنج د مدرسې اوسنی مشر مولانا محمد ابراهیم د مشال ریډیو سره په ځانګړی مرکه کې دا تورونه رد کړی دی او وايي چې شیخ امین الله یو کال وړاندې له دې مدرسې تللی دی او اوس یې دوی ته هیڅ خبر نه شته-

هم په دی باب له د پښتونخوا مشر وزیر سیراج الحق مشال ریډیو ته وویل چې د هغه په فکر دا ممکنه نه ده چې د ګنج په رنګ د ښار په مینځ کې دی داسی فعالیتونه ترسره شي او هغلته دې یو روزه نیز مرکز وچلول شي.

د یادونی وړ ده چې د جامعه تعلیم القر آن والسنه په نوم د پیښور ګنج د مدرسې په مشر شیخ امین الله باندی په ۲۰۰۹ کې امریکا او ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعدې سره د مرستې په وجه مالي بندیزونه لګولي ول او په ۲۰۰۹ کې د امریکا او اقوام متحده لخوا هغه یو تره ګر ګرځول شوی وو-
XS
SM
MD
LG