د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې ته د سولې جایزه ورکړل شوه



بريتانوی ورځپاڼې ټيلي ګراف په خپله نننۍ ګڼه کې ملالي يوسفزي ته په ایر لينډ کې د ټيپیريري نړيوال امن ايوارډ ورکولو خبر راخیستی دی.


ورځپاڼه لیکې ملالي ته دغه ايوارډ د هغې د لوړې حوصلې او ننګ لپاره ورکړل شوی دی چې تېر کال پاکستاني طالبانو په سوات کې هغه وخت په سر ويشتلې وه چې له سکوله کور ته روانه وه.

د دغه امن ايوارډ تر لاسه کولو پس په ټيپیريري کې د دغه امن ايوارډ د غونډی څه ۲۰۰ ګډونوالو ته د وينا پر مهال ملالې د نړۍ پر ټولو حکومتونو غږ وکړ چې په خپلو هيوادونو کې دې د ښځو او ماشومانو سره د امتيازي سلوک په قوانينو کې بدلون راولي.

ملالې يوار بیا پر نړۍ غږ وکړ، دا غواړي چې نړیوال یې د هغې انجلۍ په توګه یاده نه کړي چې طالبانو ويشتي وه بلکې نړۍ یې باید د تعليم پرمختګ او بنیادي حقونو خوندي کولو د مبارزي په توګه ياده وساتي .


دغې غونډې ته د ټيپیريري امن کنونشن سيکټري جنرل مارټن کوين د وينا پر مهال وويل چې د دوی اداره د ملالې ډيره مشکوره ده چې دا امن ايوارډ یې قبول کړو ، هغه زیاته کړه چې د پاکستان وژل شوې پخوانۍ وزير اعظمه بې نظیر بوټو په شمول اوس ملاله د هغو قدرمنو او ویاړلیو شخصیتونو په فهرست کې شامله شوه چې دغه ايوارډ ورته ورکړل شوي وو ،



ورځپاڼه ليکې چې د تير کال په اکتوبر کې په سوات کې د وسله والو طالبانو لخوا د ويشتو نه پس ملاله بیا د علاج لپاره بريتانيی ته يوړل شوه ، اوس ي حالت ډیر ښه دي او په بريتانيه کې سکول ته بیا روانه شوي ده ، خو دی سره سره هغي په ټوله نړی کې د جینکو د تعليم د پرمختګ کمپاين هم شروع کړي دي ، په آير لينډ کې د پلان آیر اينډ په نوم يوه اداره د دغه کمپاين مشري کوي. د دغې ادارې مشر مايک مینز فيلډ ورځپاڼې ته ويلي دي چې د ملالې خبرو په ټوله نړۍ کې په لکونو خلک متاثره کړي دي.

مينز فيلډ واي چې ملاله يوه غير معمولي بهادره جينۍ ده. د هغې د بهادرۍ تر ټولو لوې ثبوت دا دې چې کله له مرګ سره هم مخامخ شوه نو له چوپ پاته کېدو يې انکار وکړو او همت يې ونه بایلو.
مينز فيلډ زياتوي چې موږ ته په نړۍ کې نورې هغه ملالې نه دې هيرول پکار چې دا مهال د امتيازي سلوک ښکار دي او کله د تشدد په ذريعه او کله د نقصان ده روایاتو له وجې له زده کړو محرومه کول کېږي ،

ټيپريری امن ايوارډ په ۱۹۸۰ کال پيل شوی وو ، او د بط نظير بوټو په شمول ، د امريکا د خارجه چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن ، سونيا ګاندهي، بل کلنټن، میخایيل ګوربچوف، او نيلسن منډېلا ته هم ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG