د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: لسګونه تڼه چاودېدونکي توکي ونیول شول


په کوټه کې امنيتي ځواکونه وايي، د دې ښار د سټيلايټ ټاون په سیمه کې يې له يوه ګودامه تر يو لک کيلوګرامه زیات چاودېدونکي توکي نیولي دي.


د ملیشه ځواکونو د کمانډنټ کرنل مقبول په خبره دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو زیات چاودېدونکي توکي دي، چې نیول کېږي.

د مقبول په خبره له دې ګودامه يې اته تنه هم نیولي چې ورڅخه يې پلټنې پېل کړېدي.

په کوټه کې امنيتي ځواکونه ادعا کوي په ښار او صوبه کې يې د ترهګرۍ لويې منصوبې ناکامه کړې او د سلهاو انسانانو ژوند يې ژغورلی.

د دې ښار په نوې اډه کې امنيتي ځواکونو د سېشنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه له يوه ګودامه تر يولک کیلوګرامه زیات چاودېدونکي توکي نيولي.

د ځواکونو په خبره دا چاودېدونکي توکي چې د ځانمرګو بریدونو په شمول د ترهګرۍ په نورو پېښو کې کارول کېدل، ورسره يې اته تنه هم نیولي چې نامالوم ځای ته يې منتقل کړي او د دوی په خبره ورڅخه يې پلټنې پېل کړې دي.

د ملیشه ځواکونو يوه مشر کرنل مقبول له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل؛ کېدلای شي چې همدا د چاودېدونکو توکيو د جوړولو يوه کارخانه وي؛.

((اول خو به زه دا ووایم چې زما د مالوماتو مطابق تر اوسه په ټول پاکستان کې په دومره زیات تعداد کې چاودېدونکي توکي نیول شوي نه دي. نو د خدای ډېر شکر ادا کومه چې کوټه او بلوچستان ټول الله تعالی له يوې ډېرې لويې تباهۍ بچ کړه. دا هم کېده شي چې دا چې کومه بلکل يوه کارخانه ښکاري، داسې وي، چې څوک ورته پيسې ورکوي نو دوی ورته همدا چاودېدونکي توکي پرې خرڅوي.))

د کرنل مقبول په خبره په نيول شويو چاودېدونکو توکیو کې ۳۷ زره کیلوګرامه پوټاشیم کلورايډ، ۲۵ زره کیلوګرامه امونیم کلورايډ، شل زره لاسي جوړ شوي چاودېدونکي توکي او ایلومينيم شامله ده.

د نوې اډې په دې ګودام کې چېري چې چاودېدونکي توکي نیول شوي، يو شمېر موټرې هم ولاړې وې، چې د کرنل مقبول په خبره دا به تر وخت مخکې خبره وي، چې همدا موټرې په ځانمرګي بریدونو کې کارول کېدل او که نه.

(( دې وخت کې دلته که تاسو وګورئ دلته ډېرې موټرې ولاړې دي. خو زه دا وخت دا نه شم ویلای چې همدا په ځانمرګي بریدونو کې کارول کېدل. په دې موټرو کې يو داسې ټينکر هم دی چې کېدای همدا يې له بارودو ډکاوو او بیا يې پرې برید کاوو.))

په داسې حال کې چې ملیشه ځواکونو تردې يوه ورځ وړاندې په هم ياده سیمه کې د اتيا زره کيلوګرامه چاودېدونکو توکيو د نیولو ادعا کړې وه. له کرنل مقبول څخه مو وپوښتل چې آيا په کوټه کې همداسې نور ځايونه هم شته چې په کې په دومره زیات تعداد کې چاودېدونکي توکي موجود وي؟ نوموړي يې په ځواب کې وویل:

((زموږ کوښښ جاري دی. دا خو د دوو ځواکونو مقابله روانه ده. يو هغه ځواک چې دا ډول د ترهګرۍ پېښې کوي. دوم هغه ځواک چې هغه دا د ترهګرۍ د پېښو مخنيوی کوي. تاسو وګورئ په ځينو واقعاتو کې دوی کامیابه شوي دي او په ځينو کې بیا موږ کامیابه شوي يو او د ترهګرۍ پېښې مو ناکامه کړې دي. زه هیله من چې موږ به د کوټې ښار له داسې ترهګرو څوک چې د ښار امنيت خرابوي خلاص کړو.))

امنيتي ځواکونه وايي، د صوبې په سرښار کوټه کې روان کال کې په هزاره ټاون او عملدار سړک بمي بریدونو کې ورته چاودېدونکي توکي کارول شوي وو، چې له دې چاودېدونکيو توکيو څخه د هزاره ټاون د هغې چاودنې په څېر چې په کې اته سوه کیلوګرامه چاودېدونکي کارول شوي وو، شاوخوا يو سل و اته بریدونه کېدلای شوای.

د ویلو وړ ده چې په کوټه کې وروستۍ بمي چاودنه تر کمکي اختر يوه ورځ مخکې د دې ښار په پولیسو شوې وه چې په کې تر دېرش زیات پولیس سرتېري وژل شوي وو. د دې ځانمرګي برید مسوولیت وسله والې ډلې لښکر جهنګوي قبول کړی وو.
XS
SM
MD
LG