د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې د۱۳تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله


د لغمان د والي وياند سرحدي څواک مشال راډيو ته د چهارشنبې په ورڅ وويل:


د افغان ګډو څواکونو له خوا د دغه د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نهې په ورځ چاڼيز عمليات پيل کړي، چې لس تنه د دولت وسله وال مخالفين په کې وژل شوي، درې تنه يې ژوبل شوي او دوه تنه پوليس په کې هم ژوبل شوي دي.


سرحدي څواک زياتوي دغه چاڼيزعملياتو لا دوام لري، چې د څلورو تنو مشکوکو کسانو په شمول يو شمير وسلې او ۷ عرادې موټرسايکلونه د افغان امنيتي ځواکونو لاس ورغلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته ځه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG