د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نن د پښتنو جومات او حجره یو ځای شويدي"


په پېښور کې د اې اېن پي او جمعیت العلماء اسلام ګډه غونډه
په پېښور کې د اې اېن پي او جمعیت العلماء اسلام ګډه غونډه

د پښتونخوا وزیراعلا مشیر او د اسملۍ غړی میا جمشیدالدین د عوامي نېشنل پارټۍ نیوکې ردوي او وايي چې هغوی الیکشن کمپائن کې نیغ په نیغه برخه نه اخلي


انتخابي کمپاین لپاره غونډې

پیښور: د اګست په ۲۲مه نیټه د ضمني انتخاباتو لپاره سیاسي ګوندونو هلې ځلې تندي کړې او په پیښور کی د عمران خان له جلسې وروستو تیره ورځ د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولی خان په پیښور کی د ضمنی انتخاباتو پحقله د یوې لويې جلسې پر مهال پر عمران خان او د هغه په ګوند سختې نیوکې کړېدي او وايي چې عمران خان په نورو چارو ډیرې زیاتې خبرې کوي خو د امنیت په باب هېڅ نه وايي او د تره ګرۍ په باب یواځی افسوس څرګندوي

عوامي نېشنل ګوند جمعیت علماء اسلام او پاکستان پیپلز ګوند د اګست په ۲۲مه نیټه د ضمنی انتخاباتو لپاره اتحاد کړی دی او په بیلا بیلو حلقو یې مشترکه کاندیدان درولي دي.

په نشتر هال پیښور کی د یادو سیاسي ګوندونو جلسې ته اسفندیار ولي خان پخپله وینا کی وویل((نن زه یوازې دا تپوس کوم چې کله په بنو جیل برید ترسره شو نو عمران خان وویل چې د عوامي نېشنل ګوند د حکمرانۍ حق ختم شو خو چې کله د دوی په خپل حکومت کې پر ډیره اسماعیل خان جیل برید تر سره شو نو اوس ته ویلای شې چې د حکمرانۍ حق شته او که نه، د ټولو څیزونو په باره کی عمران خان خبرې کوي خو دا توفیق هغه ته خدای نه دی ورکړی چې د امنیت په باب هم څه وويي، چې کله هم د تره ګرۍ څه پیشه کیږي نو د عمران خان لخوا په خپور شوي بیان کې د غندنې د ټکي پر ځای د افسوس دڅرګندونې ټکي کارول کیږي. تاسو د بشیربلور د قربانۍ او شهادت ذکر وکړو او د میا افتخار حسین ‌ذکر مو وکړو چی څه رنګ به په هر یوه موقع حاضر وو، په نوي پاکستان کې خو د سیاسي ګوندونو وزیران خپل د اسمبلۍ د غړو جنازې ته نه ورځي نو د یو عام سپايي یا چې بل عام تن ووژل شي نو د هغه جنازې ته به څه لاړ شي))

د عوامی نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولی خان جلسی ته پخپله وینا کی د ضمني ټاکنو لپاره د مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام او قام پرست ګوند عوامي نېشنل ګوند اتحاد ته په اشاره وویل چې که چېرې د پښتنو حجره او جومات یو شي نو هېڅ څوک یې هم مقابله نه شي کولی(( نن ډیره موده پس د پښتون حجره او د پښتون جومات پر یو ځای راغلل او کله چی د پښتون حجره او د پښتون جومات پر یو ځای ودرېږي نو په خدای قسم ډیرو زورورو ورته ځان نه دی ټینګ کړی نو دا شی خو ډېر کمزوری دی))

دی جلسی ته پخپله وینا کی د عوامی نیشنل ګوند یو بل مشر سیاستوال او د اګست په ۲۲مه نیټه د ضمنی ټاکنو لپاره د پیشور د حلقه این ای ون لپاره د ای این پی او د یاد ګوند د اتحادی ګوندونو مشترکه کاندید غلام احمد بلور په وسلوالو طالبانو غږ وکړو چی د پښتنو له وژنې دې لاس واخلي((طالبانو: چی زه مرم نو ته مرې او چی ته مرې نو زه مرم، ته هم پښتون یې او زه هم پښتون یم، ته هم مسلمان یې او زه هم مسلمان یم، ته هم پاکستانی یې او زه هم، که دا ټول پښتانه حلال کړې او موږ ټول مړه کړې او بچي مو مړه کړې نو چې ټول پښتانه ختم شي نو تاته څه نه میلاویږي، په غلط ځای کې لګیا یې، ځان ته قبله بدله کړه))

د پښتونخوا پر وزیرانو د انتخابي کمپاین چلولو تور

د عوامي نېشنل پارټۍ او نور مخالف ګوندونو مشران او امیدواران په خېبر پښتونخوا کې پر واکمن ګوند تحریک انصاف او پتېره د صوبې وزیر اعلا پروېز خټک باندې دغه نیوکې کوي چې ضمني ټاکنو کې د خپل ګوند امیدوارنو په انتخابي مهم کې برخه اخلي او د دې له پاره سرکاري مشینري او نور اثرورسوخ استعمالوي.


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د نوښار این اې ۵ قامي اسمبلۍ چوکۍ له پاره خپل خورېیه او زوم عمران خټک او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د صوابۍ قامي اسمبلۍ چوکۍ لپاره خپل ورور عاقب الله خان درولی دی.

و د دوی مخالفین دغه تورونه لګوي چې ضمني ټاکنو له پاره کمپائن کې نه صرف سرکاري مشینري بلکې دوی پخپله صوبايي وزیران او مشران نیغ په نیغه برخه اخلي‎.

د عوامي نېشنل پارټۍ نوښار ضلعې ځايي مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخواني امیدوار ملک آفتاب مشال ریډیو ته وویل چې دوی څو څو واري الېکشن کمیشن ته وریاده کړې چې په انتخابي کمپائن کې دې د وزیراعلا د برخې اخستو نوټس واخلي، خو لا تر اوسه هېڅ کاروايي نه ده شوې

دی زیاتوي: ((موږ مسلسل اواز اوچت کړی دی چې هغه خپله هم او د هغه مشیران هم او د هغه ټوله مشینري زیر اثر ده ،هغوی خاصکار پر استاذانو پریشر اچوي، پر پولیس واله پریشر اچوي او د هغوی په خاندان والا پریشر اچول کیږي، هغوی ته وايي چې تاسو به موږه ته ووټ راکوی او زموږ مدد به کوی ګنې ستاسو به بیا ټرانسپر کیږی.))

خو بیا د پښتونخوا وزیراعلا مشیر او نوښار صوبايي اسمبلۍ غړی میا جمشیدالدین د عوامي نېشنل پارټۍ دغه نیوکې ردوي او وايي چې هغوی الیکشن کمپائن کې نیغ په نیغه برخه نه اخلي او خپله حلقه کې د خلقو خدمت کول او حلقو سره رابطه ساتل د هغوی فرض دی.
((په دې کې هېڅ حقیقت نه شته. دا بلکل دروغ دی. موږ یو کمپائن ته هم نه یوتللی. او نور چې موږه په خپله حلقه کې ګرځو نو له هغې موږ څوک نه شی منعه کولای.نه پرویز خټک تللی دی او نه موږه تللی یو او نه سرکاری مشنري استعمال شوېده.))

د خیبر پښتونخوا الېکشن کمیشن یو لوړ پوړي چارواکي خوشال زاده وايي چې د دوی کمیشن د ټولو صوبو مشر سیکرېټرانو ته امر کړی چې هېڅ صوبايي وزیر، سپیکر، مرستیال سپیکر، مشیر او د هغوی نور مرستیالان په انتخابي منډو ترړو کې برخه نه شي اخیستلای. او نه له ولس سره لیدلای شي. او نه هم د یوې پروژې اعلان کولای شي.


د یادونې ده چې لکه د نور هیواد په شان په پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ پنځه او د صوبايي اسمبلۍ څلور چوکو باندې پر ۲۲م آګست ضمني ټاکنې کېدونکې دي. چې الیکشن کمپائن نن پای ته ورسېدی.
XS
SM
MD
LG