د لاسرسي ځای

نن د سېشنبې پر ورځ د راولپينډۍ عدالت د پاکستان پر پخواني پوځي آمر، پروېز مشرف د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د قتل په کيس فرد جرم عايد کړ.


بينظير بوټو د ٢٠٠٧م کال په ډسمبر کې د پارلماني انتخاباتو لپاره د کمپاين پر مهال په راولپنډۍ کې وژل شوې وه. هغه مهال پرويز مشرف د پاکستان واکمن وو او تورن شوی وو چې د بينظيرې د امنيت لپاره يې پوره ګامونه نه وو اخيستي. د هغه سره پر اوو نورو کسانو هم فرد جرم عايد کړل شوی دی.

مشرف پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ادعا کوي چې دغه تورونه سياسي انګېزه لري.
XS
SM
MD
LG