د لاسرسي ځای

تازه خبر

فوټبال: افغانستان ۳۷ کاله پس بیا پاکستان مات کړ


د لوبې لومړني نیمايي ته په کتو ښکاري چې د پاکستان لوبډله تر برید زیات په دفاع کې ده، او که له دې حالته راونه وځي ګرانه به چې لوبه برابره یا وګټي.


له ۱۹۷۶م کال ورسته په لومړي ځل په افغانستان کې دننه د پاکستان او افغانستان لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې. څه نا څه اوه دېرش کاله وړاندې هغه لوبه افغانستان له پاکستانه د یو- صفر په مقابل کې له پاکستانه ګټلې وه او اوس یې دا دی د درو مقابل صفر کې بری بیا په برخه شولو.


افغان لوبغاړي له بري وروسته اتڼ اچوي
افغان لوبغاړي له بري وروسته اتڼ اچوي
د لوبې لومړی ګول د افغان ډلې سنجر احمدي د یوسف مشرقي له لوري غورځول شوی توپ د سترګو رپ کې پاکستاني ګول ته دومره تېز ووهولو چې ګول څارونکی یې په نیولو ونه توانېد.
افغان لوبغاړي پر خپل بري خوښي کوي
افغان لوبغاړي پر خپل بري خوښي کوي

د لوبې دویم ګول بیا ارش عاطفي وکړ. د لوبې درېیم ګول معروف وکړ او تر دا ګړۍ افغان لوبډلې ته درې صفر بری ورپه برخه دی.
یوه وړوکې نندارچي چې پر خپل مخ یې د افغانستان ملي بېرغ انځور کړی د افغانستان پاکستان لوبه ویني
یوه وړوکې نندارچي چې پر خپل مخ یې د افغانستان ملي بېرغ انځور کړی د افغانستان پاکستان لوبه ویني

د افغان ډلې چټکې لوبې ته په کتو داسې ښکاري چې د پاکستان لوبډله تر برید زیات د دفاع په حالت کې ده، او که چېري له دې حالته راونه وځي ګرانه به چې لوبه برابره یا وګټي.
د پاکستان و افغانستان د دوستانه لوبې تصویر
د پاکستان و افغانستان د دوستانه لوبې تصویر

د لوبې وروستۍ شېبې دي چې ښايي افغانستان بری ومومي.
د لوبې ډګر
د لوبې ډګر

که پلازمېنه کابل بیا بیا د دې جوګه شي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ملي لوبډلو ته د لوبې کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي نو لرې نه ده چې دغه هېواد لکه د ۷۰ مو کالونو په څېر چې د موسیقۍ د یوه ستر مرکز نوم یې لاره، د سپورټي مېلو په لوی مرکز بدل شي.
XS
SM
MD
LG