د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ټاکنو تګلاره وړاندې کړه


د تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا اتحادي حکومت چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره ابتدايي قانوني مسوده جوړه کړیده نو په هغه کې لا هم ډیر کمی دی

پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتی انتخاباتو لپاره نوې قانوني مسودې ته حتمي شکل ورکړی دی چې تر مخه به یې د یونین کونسلونو پر ځای کليوالې کونسلې جوړېږي او په بلدیاتي ډانچه کې به ځوانانو ته هم نمائندګي ورکول کېږي. د کليو کونسل په کچه به انتخابات په غیر سیاسي بنیادونو تر سره کېږي خو د تحصیل او ضلعی په کچه به یې ټاکنې په سیاسي بنیادونو وي.


د پښتونخوا د بلدیاتو او کليو پرمختګ صوبايي وزیر عنایت الله مشال ریډیو ته وویل:

((دا قانوني مسوده خو زموږ له اړخه تقریباً حتمي ده. په دې کې پر کلي کونسل سلا شوېده.تحصیل کونسل به وي او د ضلعې کونسل. د ضلعې او تحصیل کونسل ټاکنې به پر سیاسي بنیادونو تر سره کېږی او د کلي پر کچه به ټاکنې په غیر جماعتي بنیادونو ترسره کېږي. په دا یو خبره لا سلا نه ده شوې. مرکزي مشرتابه به دا فیصله کوي چې د تحصیل کونسل او د ضلعې کونسل انتخابات دې نیغ په نیغه ترسره شي او ولس دې نیغ په نیغه د تحصیل یا ضلعې چېر مین ته ووټ واچوي یا د کلي کونسل د منتخب شویو ممبرانو په ذریعه دې د چېرمینانو انتخاب وکړي))

د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله مشال ریډیو ته وویل چې په بلدیاتی ډانچه کې به ځوانانو ته هم نمائندګي ورکول کېږی:

((د ښځو لپاره ۳۳٪ نمایندګي ورکړل شوې، د لږکیو لپاره ۵٪ او ځوانانو ته په اول ځل ۵٪ نمائندګي ورکړل شوېده. د لويې آباد[(د لسو زرو ] کلي کونسل کې به لس کونسلران وي او په وړوکي کلي کونسل[د ۲۰۰۰ آبادۍ ] کې به ۵ کونسلران وي))

خو د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک مشال ریډیو ته وویل چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا اتحادي حکومت چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره ابتدايي قانوني مسوده جوړه کړیده نو په دغه کې لا هم ډیر کمی دی:

((زه دا فکر لرم چې د پاکستان تحریک انصاف چې څه رنګ نورې تګلارې د ګډوډۍ یا کنفیوژن ښکار دي نو هم دغه رنګ د دوی د بلدیاتو لپاره تګلاره واضحه نه ده، دوی د سیاسي نمبرو حاصلولو لپاره په دې کې د کلي کونسل شوشه راویستې ده ، د کومی وجی چې دا بلدیاتی نظام د کنفیوژن ښکار دی نو هغه داده چې نیمی ټاکنې به نیغ په نیغه ولس کوي او نیمی ټاکنې به بیا د کونسل غړي کوي، نو په دی ډول دا یو ښه جمهوری نظام نه شي جوړیدلی، په کار ده چې له کونسله تر د ډیسټرکټ کونسله تر مشره پوری دا ټاکنې نیغ په نیغه د ولس د رایې اچونې له لارې وشي او ګړد انتخابات دې په سیاسي بنیادونو تر سره شي))

د یادونی وړ ده چې په پاکستان کې د بلدیاتي انتخاباتو په لړ کې د سپریم کورټ له حکمه وروستو د پاکستان په ټولو صوبو کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره د قوانینو جوړولو هلې ځلې تندې شوې دي او تمه ده چې په پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره نوی جوړ کړل شوی قانون له صوبايي اسمبلۍ د منظورۍ وروستو بلدیاتي انتخابات د نومبر په میاشت کې ترسره شي-
XS
SM
MD
LG