د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سل کسانو په وژنه د تورن کمندان د نیولو امر وشو


د کورنیو چارو وزارت د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د یوه سیمه ییز قومندان د نیولو حکم صادر کړ.


عبدالحکیم شجاعې، چې د کورنیو چارو وزارت وايي غیر مسوله وسلوال کس دی، په ارزګان کې د څه باندي سلو ملکیانو په وژنه تورن دی.

تر دې یوه ورځ مخکې عبدالحکیم شجاعي په یوه ټیلیفوني خبرو کې مشال راډیو ته ویلي ول، چې دی د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوې قطعې مسولیت لري.

نوموړي دغه راز هغه تورونه رد کړه چې ګواکې دی د ملکیانو په وژنه کې لاس لري. خو دسیمې خلک نوموړی تورنوي چې ملکي خلک یې وژلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG