د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیت د افغانستان راتلونکو ټاکنو لویه ننګونه


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن نوي مشر یوسف نورستاني ویلي، که امنیتي وضع خرابه شوه نو دا به ګرانه وي چې انتخابات وشي.



وال سټریټ ژورنال لیکي، په افغانستان کې امنیتي حالات د راتلونکي کال تاریخي انتخاباتو له پاره خطر جوړوي.


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن نوي مشر یوسف نورستاني ویلي، که امنیتي وضع خرابه شوه نو دا به ګرانه وي چې انتخابات وشي.

که څه هم امریکايي او افغان پوځي قوماندانان د طالبانو پر ضد د خپلو لاسته راوړنو هیله من انځور وړاندې کوي خو نورستانی وايي، د یاغیانو له خوا کېدونکی تاو تریخوالی اوس هم د انتخاباتو پر تیاریو اثر لري.

وال سټریټ ژورنال لیکي، په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د نوم لیکنې عمل د مې په میاشت کې پیل شو او له انتخاباتو دوه اوونۍ مخکې به پای شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېشن مشر یوسف نورستاني له نړیوالو رسنیو سره په خپله لومړۍ مرکه کې وویل: ((د هر کس له پاره مهمه ننګونه د امنیت ده.))

ده وویل: ((که امنیت خرابېږي نو دا به ګرانه وي چې انتخابات وشي.))

نورستانی د ولسمشر حامد کرزي په اداره کې د دفاع مرستیال وزیر او د هرات والي پاتې شوی دی.

نوموړی وايي، تر اوسه دا نه شي ویلای چې د ۲۰۰۹ز کال ولسمشریزو انتخاباتو پرتله اوس په افغانستان کې امنیتي حالات ښه شوي دي.

هغه وخت د هیواد په لویو برخو، یانې مشرقي او جنوبي سیمو کې انتخاباتي افسران ډېرو سیمو ته نه شول تللای او رایه ورکوونکو رایې هم نه شوای ورکولای. د دې له کبله په انتخاباتو کې په پراخ ډول درغلي وشوه.

راتلونکی کال د ولسمشر حامد کرزي د کار دویمه دوره پای ته رسي. د افغانستان اساسي قانون یا ایین تر مخې کرزی نه شي کولای په درېیم ځل ولسمشریزو انتخاباتو ته ودرېږي.

د اختر پر موقع د طالبانو مشر ملا عمر په خپل پیغام کې انتخابات د ((وخت ضیاع)) بللي ول او ویلي یې ول چې افغانان به په ټاکنو کې برخه وانخلي ځکه چې ګټونکي په واشنګټن کې ټاکل کېږي.

وال سټریټ ژورنال د یوسف نورستاني له خولې زیاتوي، که څه هم تر اوسه د ووټ ورکوونکو نوم لیکنې پر مرکزونو حملې نه دي شوې خو افغان امنیتي ځواکونه وايي، د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د رایې ورکونې ۲۵۹ مرکزونه محفوظه نه دي. په دې ډول د نا محفوظو مرکزونو تناسب د ۲۰۰۹ز کال پرتله ډېر کم دی.

په افغانستان کې د رایې ورکونې ۶۸۴۶ مرکزونه دي.
XS
SM
MD
LG