د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: د اخوان المسلمين نور ۳۶ پلويان ووژل شول


دا پيښه له هغه وروسته مخې ته راغلې چې د مصر د ځواکونو مشر د اتوار په ورځ خبرداری ورکړ، چې پوځ به په هیواد کې نور تشدد ته اجازه ورنه کړي.


په مصر کې د روانې اړۍ ګړۍ پر مهال د اخوان المسلمين شا و خوا ۳۶ پلويان وژل شوي دي.


د هېواد د کورنو چارو وزارت ويلي دي چې پرون د قاهرې په څنډه کې له يوه جيله قېديانو د تښتېدو هڅه وکړه، همداراز له دې وروستو د يوشمېر قېديانو سا هغه وخت بنده شوه کله چې پوليسو د بندیانو له ولکې د خپل يو افسر د خوشي کولو لپاره اوښکي بهونکې ګېس وکارولو.

ځینې رپورټونه وايي، چې د اخوان المسلمين دغه پلويان د پوليسو په بند ګاړي کې د اکسيجن د کمي له وجې د سا بندېدو له کبله مړه شوي دي.

دا پيښه له هغه وروسته مخې ته راغلې چې د مصر د ځواکونو مشر د اتوار په ورځ خبرداری ورکړ، چې پوځ به په هیواد کې نور تشدد ته اجازه ورنه کړي.

په دغه هیواد کې د امنیتي ځواکونو او د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو تر منځ د څلور ورځنۍ شخړو په ترڅ کې نږدې اته سوه دیرش کسان وژل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG