ټاکل شوې ده چې سبا د سېشنبې پر ورځ د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبډلې په کابل کې یو بل ته مخامخېږي.
دا دوستانه لوبه د جنوبې اشيا د فوټبال سیالیو د تیاري لپاره ترسره کیږي.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال فېډريشن چارواکو ویلي دي چې د دې لوبې یو اصلي هدف د دواړو هیوادو تر منځ د لوبې له لارې دوستي لا ټینګول دي.
د جنوب اشیا هیوادونو تر منځ په نیپال کې د اګست په یو دیرشمه لوبې پیلیږي او د سیپتېمبر تر یولسمې به دوام وکړي.