د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترهګري وهلو کې د مرکزي حکومت ملاتړ کوو"


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

"له امریکا سره اړیکي شلول، ډزبندي، د امن خبرې اترې او بیا که څوک دا لاره نه مني نو د قبایلي ولس په خوښه دې د وسله والو پر ضد محدو عملیات وکړل شي"

د حکومت اپوزيشن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، چې د ترهګرۍ د مخنيوي تګلارې جوړولو کې به له مرکزي حکومت سره مرسته کوي.


عمران خان پرون(اتوار ورځ) په پېښور کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې هغوی د کورنیو چارو وزير چودري نثار د دې بيان ملاتړ کوي چې لومړی دې له وسله والو طالبانو سره د خبرو له لارې امن راوستل شي او که ددې څه نتيجې مخې ته نه راوځي نو بيا دې د قبايلو په خوښه د ترهګرو خلاف عمليات وکړل شي. نوموړی وايي د چودري نثار دغه څلور نکاتي پلان د دوی دي.

( له امریکا سره اړیکي شلول، ډزبندي، د امن خبرې اترې او بیا که څوک دا لاره نه مني نو د قبایلي ولس په خوښه دې د وسله والو پر ضد محدو عملیات وکړل شي)

ياده دی وي چې په پاکستان کې شا و خوا ۵۰ زره خلک د تره ګرۍ په پېښو کې وژل شوي او له قبايلي سيمو په لکونو خلک بې کوره شوي دي، خو نوی حکومت او اپوزيشن لا هم تر دې دمه د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پر يوه هراړخیزه تګلاره نه دي سلا شوي.
XS
SM
MD
LG