د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي اسلام اباد ته سفر به لاس ته راوړنې ولري


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي هیله وښوده چې پاکستان ته به د ولسمشر حامد کرزي سفر ښې لاسته راوړنې ولري.
داود زي د یکشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکې کې وویل چې ټاکل شوې دا یو ورځنی سفر په راتلونکو لسو ورځو کې وشي.
نوموړي وویل چې د پاکستان نوی حکومت ډېر صلاحیت لري ځکه خو ترې د همکارۍ تمه کېدای شي.
داود زي وویل چې اسلام اباد ته د ولسمشر په سفر کې به په دې اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وشي چې څنګه پاکستان طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته کښېنوي.
هغه وویل چې تراوسه پورې پاکستان په دې اړه همکاري نه ده کړې.
دا سفرپه داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډيرې خرابې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG