د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر نجلۍ د قران سپکاوي تور لګوونکی ملا خوشې کړل شو


د پاکستان یوه عدالت هغه ملا خوشې کړی دی چې پر یوې عیسوۍ نجلۍ یې د اسلام د سپکاوي تور پورې کړی وو.

د اسلام اباد یوه جومات امام خالد جدون چشتي پر رمشا مسیح د قران پاک د پاڼو سوځلو تور پورې کړی وو.

رمشا د ۲۰۱۲ز کال په اګست کې نیول شوې وه او درې اوونۍ یې په زندان کې تېرې کړې وې.

پر چشتي تور وو چې ده له ایرو په ډک یوه بیګ (بوجۍ، خلته) کې د قران پاڼې اچولې وې.

دا بیګ له رمشا تر لاسه شوی وو چې په اړه یې فکر کېږي چې دماغي حالت یې سم نه دی.

ملا که څه هم نیول شوی وو خو هیڅ کله هم په رسمي ډول مجرم نه وو ګرځول شوی.

د خالي پر ورځ د چشتي وکیل وویل، د اسلام اباد عدالت ملا ځکه خوشې کړ چې د ده پر ضد کافي شواهد نه ول موجود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG