د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: درې قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي


غزني - د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې ده، چې ۱۲ تنه وسله وال او د هغوی درې قومندانان په کې وژل شوي دي. دوی وايي، په سيمه کې اوس هم د طالبانو او پوليسو تر منځ خال خال ډزې کېږي.


چارواکي وايي، ملي اردو او ملي پوليس د غزني ښار او زنخان ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لاره د پوليسو نوې پوستې جوړوي، خو وسله وال يې د کار مخه نيسي او له پرونه راهيسې ورسره نښتې کوي.

دوی وايي، تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته پيل شوې، چې په کې تر اوسه پورې د طالبانو درې قومندانان او دوولس نور وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند نبي جان وايي، اوس هم په سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ خال ډزې روانې دي.

دی وايي، په نښته کې له پوليسو سره ملي اردو هم مرسته کوي:

((پوليس د ښار او ولسوالۍ تر منځ پوستې جوړوي او لاره له ماينونو پاکوي، چې طالبان ورباندې بريدونه کوي. تېره شپه طالبانو پر پوليسو، طالبانو د قومندان مياګل په مشرۍ بريد کړی دی، چې وروسته په نښته اوښتی او د درو طالب قومندانانو، قومندان مياګل، قومندان يوسف او قومندان عمر په ګډون ۱۵ تنه طالبان په کې وژل شوي دي.))

خو طالبان بيا په دغه ولسوالۍ کې خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، نه قومندان مياګل وژل شوی او نه هم د دوی نورو ملګرو ته په نښتو کې کوم ځاني زيان اوښتی دی.

دی وايي، له پرونه راهيسې يې ملګرو د زنخان د ولسوالۍ ودانۍ او ورغلي پوليس محاصره کړي، چې وخت ناوخته ورباندې بريدونه هم کوي.

د يو بل خبر له مخې بيا د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د پوليسو پر يو موټر چاودنه شوې، چې په کې دوه تنه پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي او درې نور پوليس يې ژوبل کړي دي.
XS
SM
MD
LG