د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردګو کې ۱۲ وسله وال نیول شوي دي


میدان ښار - افغان چارواکي وايي، د ميدان وردګو په جلرېز او جغتو ولسواليو کې د عملياتو او يوې نښتې له امله ۱۲ تنه وسله وال نيول شوي، څلور نور وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.


دوی وايي، ټپي شوي وسله وال دواړه پاکستانيان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د ملي اردو کمانډو ځواک وړمه شپه د دغه ولايت د جلرېز ولسوالۍ په څو کليو کې عمليات کړي دي، چې څلور تنه وسله وال پکې وژل شوي او دوولس نور ژوندي نيول شوي دي.

دی وايي، پرون بيا د دغه ولايت په جغتو ولسواليو کې هم د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې د طالبانو لوري ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کوي.

((د جلرېز ولسوالۍ په اسماعيل خېلو، علي خېلو، پول هوايي او ځينو نورو سيمو کې د ملي اردو کمانډو ځواک عمليات کړي دي، چې پکې څلور تنه طالبان وژل شوي او دوولس نور ژوندي نيول شوي دي، په دې سربېره پرون په جغتو ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې يو تن وسله وال وژل شوی او دوه پاکستاني وسله وال ژوبل شوي دي.))

خوګياڼی وايي، په عملياتو او نښته کې سرتېرو او عامو وګړو ته کوم ځاني نه دی اوښتی.
تر اوسه پورې لا طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG