د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ټاکنو بهیر له پاره روزنیز ورکشاپ پیل شوی


خوست - په راتلونکو ټاکنیزو بهیرونو کې د رضا کارو ډلو او افرادو د ګمارنې له پاره د افغانستان د انتخاباتي کارکوونکو د ټولنې له خوا په خوست کې د یو شمیر ځوانانو او نجونو له پاره څلور ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.


د یادې ټولنې مشر او د ورکشاپ روزونکي عبدالجبار څپاند مشال راډیو سره د شنبې پر ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې په خوست کې روزل شوي ۶۰ تنه رضا کاران، چې تر نیمايي زیاتې يې ښځې او نجونې دي، د ټاکنو په بېلابېلو بهیرونو کې به برخه واخلي، د نوموړي ورکشاپ د څرنګوالي په تړاو ښاغلی څپاند وايي:

((دا ورکشاپ چې ۴۰ نجونې او ۲۰ ځوانان په کې ګډون لري، دا به څلور ورځې دوام پیدا کوي، اصلي موخه يې د رضا کارو یا ولېنټیر ګروپونو جوړول دي، چې دا به په افغانستان کې د پنځو میاشتو په لنډه موده کې جوړیږي، د اسیا فونډېشن یا اسیايي بنیاد په مالي مرسته به دغه څلور ورځني پروګرامونه پرمخ ځي، له دغو رضا کارو ګروپونو څخه به په ټولو ټاکنیزو پروسو کې کار اخیستل کیږي او د دوی تنظیم او همغږي به د افغانستان د انتخاباتي کارکوونکو د ټولنې پر غاړه وي، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې کې به په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې وي، په دې کې به هم دوی په رضا کاره توګه برخه اخلي.))

د ښځو چارو رئیسه خاور امیري وايي، دا چې ښځې د ټولنې نیمايي قشر جوړوي باید د نارینه وو په شان په انتخاباتو کې برخه واخلي او حتا په اطرافو او ولسوالیو کې هم په ټاکنو کې د دوی ونډه د پام وړ وي:

((موږ او تاسو پوهیږو چې ښځې د ټولنې نیمايي قشر تشکیلوي، څومره چې سړي په انتخاباتو کې برخه اخلي او یا په دې برخه کې فعالیت کوي، دومره باید ښځې هم فعالیت او کار وکړي، نو د دې له پاره باید زموږ ټولې خویندې په عمومي ډول په ټاکنو کې برخه واخلي، مثلاً د رضاکارانو په ډلو کې هم برخه واخلي، د ترینرانو په توګه کار وکړي، په حوزو کې کار وکړي، حتا زموږ خویندې باید په ولسوالیو او هغه سیمو کې د ټاکنو په بهیر کې برخه ولري، چې له مرکز څخه په لیرې واټن کې دي.))

د مدني ټولنې فعاله میرمن نسرین احساني وويل، ښځې باید د ټاکنو په اهمیت وپوهول شي، نوموړې هیله څرګنده کړه، چې روزل شوې نجونې او میرمنې به په رضا کاره ډول له ټاکنیز بهیر څخه نظارت وکړي:

((دا ورکشاپونه ډېر مهم دي، ځکه اصلاً دا پروسه ډېره مهمه ده، ښځې باید په دې وپوهول شي، چې دا ټاکنې څه مانا، له ټاکنو څخه موخې څه دي، او له دې بهیر څخه څه په لاس راځي، دوی باید په دې مسائیلو پوۍ شي، او په دې وپوهول شي، چې د رايې په کارونې سره موږ خپل وکیل ټاکو، البته د خپل ښه راتلونکې له پاره.
له همدې کبله دا ډېر ښه ورکشاپ دی، زه امید واره یم چې زموږ خویندې به د ټاکنو په بهیر کې د نظارت په برخه کې هم ښه ونډه واخلي.))

د چارو کتونکي زاهد شاه انګار مشال راډیو ته وویل، روزل شوي کسان به د ټاکنو په رضاکاره ډول څارنه کوي.

نوموړی وړاندیز لري که چیرې د ټاکنو کمیسیون ته د استخدام له بهیر څخه هم د نظارت ډلې موجودې وي، نو اغیزمنتوب به يې نور هم ډېروي:

((دا به ډېر ښه فرصت وي، دې له پاره چې دا به په رضا کار ډول په دوطلبانه ډول څار کوي، دوی به د ټاکنیز بهیر له ټولو پروسو څخه نظارت کوي، له نوم لکینې څخه تر رایه اچونې پورې او تر رایه شمیرنې پورې، خو ښه خبره به دا وای چې یو داسې سازمان او بنسټ هم موجود وای، چې کله د ټاکنو په کمیسیون کې کارکوونکي په دندو ګمارل کیږي، د دې څخه يې هم نظارت کولای شوای.))

د یادونې وړ ده فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې هم په دې وروستیو کې په یو خپور شوي راپور کې کم عمره کسانو ته د کارتونو ورکول، د کارت اخستوونکي د معتبرو اسنادو نه کتل، یوه کس ته په غیاب کې کارت ورکول او د مراکزو د کارکوونکو غیرحاضري هغه عمده ستونزې بللې وې، چې د نوم لیکنې په روان بهیر کې موجودې دي.
XS
SM
MD
LG