د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې امنیتي ځواکونو الفتح جومات محاصره کړی دی


په مصر کې امنيتي ځواکونه د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مورسي د مظاهره کوونکو پلويانو پسې د قاهرې الفتح نومي هغه جومات ته ننوتي چې دوی په کې د جمعې پر شپې راهيسې محاصره شوي وو.


د راپورټونو تر مخه په پروني تشدد کې د اتياوو په خوا شا کې کسان وژل شوي.
فرانس پریس اژانس د مصر د کورنیو چارو وزارت په وینا څرګندوي چې تر جمعې ورځې پورې د اخوان المسلمین تر زرو ډېر کسان نيول شوي هم دي.

دا مظاهره کوونکي د مورسي بيا بحاليدل غواړي.

د مصر موقت حکومت وایي، چې د تېرې چهارشبنې د ورځې د شخړو د قربانیانو شمېره اوس خوا او شا اوه سوه تنه ده خو اخوان المسلمین ډله بیا دا شمېره تر دې ډېره زياته ښايی.

دا کسان هغه مهال ووژل شول چې پولیسو په قاهره کې د دوی پر دوو اعتراضي کمپونو برید وکړ.

په همدې حال کې د يورپي يونين د بهرنیو اړیکو مشرې کاټرین اشټن وویل، چې د مصر د حالاتو درنه ذمه واري د دغه هیواد د موقت حکومت پر غاړه ده.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون د جمعې پر ورځ د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلفون خبرې وکړې او ویې ویل چې جرمني به له مصر سره خپلو اړیکو ته بیا کتنه وکړي او اروپایي ټولنه هم باید همداسې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG