د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند و پاکستان دې زړور ګامونه واخلي


هند و پاکستان چې د درې جنګونو او تر څو لسيزو پر پوځونو د پيسو ضایع کولو او د مهمو ترهګرو پيښو وروسته که اړيکي ښه شي نو دا به د دواړو په ګټه وي


اکونومسټ مجله وايې، د پاکستان او هند ترمينځ تاوتريخوالی هغه وخت زيات شو کله چې هند تور ولګولی چې د کشمير پر پوله پاکستاني پوځيانو په يوه حمله کې د دوی پنځه عسکر ووژل. له دې وروسته د دواړو ملکونو د پوځيانو ترمينځ د مارټرګولو ، راکټونو او ډزو تبادله وشوه.


د مجلې په خبره د پاکستان پارليمان د اګست په ديارلسمه پر هند د تشدد تور ولګولی.

اکونومسټ وايي، د هند ميډيا په جارحانه انداز خپلولو سره دې غم و غصې ته نوره هم هوا ورکړه او د کارپوهانو يوې ډلې وزيراعظم من موهن سنګ ته وويل چې په راتلونکي مياشت کې په نيويارک کې د پاکستان له وزيراعظم سره کيدونکی ملاقات دي و ځنډوي.

خو د مجلې په خبره دا سې کيدل به يوه غلطي وي بلکې دغه تازه تشدد دواړه مشران دې ته اړ باسي چې سمدستي خبرې سره وکړي او انتهاپسنده قوتونه دې يو طرف ته کړي.

دا شان د هند وزيراعظم پر جنګ نه بلکې پر خبرو اترو يقين لري او غواړي د واک د مودې تر ختميدو مخکې د دواړو ملکونو ترمينځ تاوتريخوالی کم کړي.

د اکونومسټ په وينا د درې جنګونو او تر څو لسيزو پورې پر پوځونو د پيسو ضایع کولو او د مهمو ترهګرو پيښو وروسته که اړيکي ښه شي نو دا به د دواړو ملکونو په ګټه وي.

د مجلې په خبره د هند چې د ټولې منطقي په حواله کوم پراخ سټرټيجک هدفونه لري نو دې ته په کتو سره هند پخپله هم امن ته ضرورت لري.

هند غواړي په سيمه کې د چين د اثر و نفوذ د مقابلې لپاره له منځني ايشيا سره کاروبار زيات کړي.

خو د اکونومسټ په خبره له بده مرغه اورپکي غواړي د دواړو هيوادونو ترمينځ راتلونکې خبرې اترې په تشدد کولو سره ناکامه کړي.

مجله پر مخ ليکي بايد دواړه ملکونه نور له پلمو ډډه وکړي. په دې لړ کې باید د هند وزيراعظم من موهن سنګ د يوه لوی او باوري قوت په توګه لومړی قدم واخلي.

دی پکار ده شروع له دې وکړي چې له پاکستان سره چې توانايي ته ډيره زياته اړتيا لري په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دا شان دا به هم د هوښياری کار وي چې د سرمايه کاري په کولو سره تجارت زيات کړي، تجارتي خنډونه له مينځه يوسي او هند ته د ورتلونکو پاکستانيانو له تنګولو لاس واخلي. دا خبره هم واضح کړي چې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هند هلته هېڅ ډول پراخ سياسي پلانونه نه لري.

خو اکونومسټ ليکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف بيا تردې هم له لوی چيلنج سره مخامخ دی. نوموړي د تجارتي اړيکو د سمولو په حواله نور هېڅ ډول پلمه نه لري.

نوازشريف بايد نور پر خپله خاوره موجود مذهبي شدت پسندې ډلې په تيره بيا د لشکر طيبه مخنیوی وکړي چې پر له پسې هند له ګواښونو سره مخامخوي.

د مجلې په خبره که چرته نوازشريف اورپکي رد کړي او له من موهن سنګ سره وويني نو له دې سره به نوموړی د يوه امن غوښتنکي مشر د جوړيدو په لار روان شي.
XS
SM
MD
LG