د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا د خپلو اوبو پیسې غواړي


سوات سیند
سوات سیند

د پښتونخوا د سیندونو اوبه په پنجاب او سیند صوبو کې د اوبه خور لپاره استعمالیږي او د دغه صوبو حکومتونه د اوبو په بدل کې له ولسه ابیانه اخلي


پیښور: د خیبر پښتونخوا حکومت د پنجاب او سیند لخوا د دغه صوبې د اوبو د استعمالولو په لړ کې د ۱۱۲ اربه روپو د غوښتلو یو کېس تیار کړی دی-


یاده دې وي چې د پښتونخوا د سیندونو اوبه په پنجاب او سیند صوبو کې د زمکو د اوبه خور لپاره استعمالیږي او د پنجاب او سیند حکومتونه ددغه اوبو په بدل کې له ولسه آبیانه راغونډوي خو پښتونخوا ته له دغو پیسو هېڅ برخه نه ورکول کېږي.

د اوبه خور سینیېر صوبايي وزیر سکندر خان شیر پاؤ مشال ریډیو ته وویل چې له ۱۹۹۲م نه راپدېخوا د پنجاب او سیند صوبو چې د پښتونخوا کومې اوبه استعمال کړېدي نو د هغو په بدل کې به دوی د پنجاب او سیند له حکومتونو د ۱۱۲ اربه روپو د غوښتلو یو کېس تیار کړیدی چې په اسلام آباد کې به یي د صوبو د مشترکه مفاداتو د کونسل په راروانه غونډه کې مرکزي حکومت ته وړاندې کوي-

د پښتونخوا د خزانې سینیېر صوبايي وزیر سیراج الحق مشال ریډیو ته وویل چې که چېري مرکزي حکومت پښتونخوا صوبې ته د خپلو وسایلو برخه په سمه توګه ورکړي نو د صوبې ډیری مالې ستونزې به هوارې شي((د پښتونخوا ډیری اوبه په کښته ځي چې پنجاب یې په خپل ولس لګوي او د هغې په بدل کې زموږ سیمې ته هېڅ معاوضه نه ورکوي، نو زموږ اراده ده چې د خیبر پښتونخوا له نورو سیاسي ګوندونو سره مشاورت وکړو او په شریکه د خپل حق تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې پیل کړو. دا زموږ رښتونی حق او ضرورت دی او پر مرکز مو یو قرض دی چې دغه زورور مرکز موږ ته خپل قرض راکړي. دا مهال په پښتونخوا کې ډیر معاشي، سماجي او د بد امنئ مشکلات دي او د دې ټولو مشکلاتو د هوارولو لپاره د وسایلو ضرورت دی ))

تر دې وړاندې د پښتونخوا صوبې او د مرکز ترمینځ له ډېرې مودې راهيسې د بجلۍ د خالصې ګټې په لړ کې لانجه روانه وه، چې د اېم اېم اې په تیر حکومت کې په ۱۱۰ اربه روپو هواره شوه خو مرکزی حکومت لا تر دې دمه هغه پیسې هم صوبې ته نه دي پوره کړې او تر دې دمه یې یواځې ۸۵ اربه روپۍ ورکړې دي.

دې ستونزې ته په کتو خبریال ریاض داؤدزي مشال رېډیو ته وویل چې په پاکستان کې د وسایلو د تقسیم طریقه کار او د حساب کتاب نظام سم نه دی او مرکزي حکومت صوبو ته د خپلو وسایلو د برخې ورکولو نه ډډه کوي:((مرکز ته په اوبو کې په بجلۍ کې په تیل او ګیس کې زموږ ډیرې زیاتې پیسې اوړي، او مرکز په دې ټولو کې موږ ته د ۲۰۰۹ نه د تیل او د ګېس معاوضه راکوي. خو د اوبو په پیسو کې له پلمو بهانو کار اخلي، او بل د بجلۍ د خالص پیداوار چې کومه اضافه موږ غواړو هغه هم موږ ته نه راکوي))

د یاده ونې وړ ده چې په تېر حکومت کې د ایین اتلسم بدلون وروستو د صوبايي خود مختارۍ لاندې ځینې اختیارات صوبو ته ورکړل شویدي خو لا هم د بجلۍ اوبو، تیل او ګیس، او معدنیاتو په رنګ د ګټورو محکمو د وسایلو د ویشلو اختیار له مرکزی حکومت سره دی-
XS
SM
MD
LG