د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د راتلونکو ټولټاکنو په اړه امنیتي انديښنې


خوست: د مدني ټولنې غونډه
خوست: د مدني ټولنې غونډه

د خوست د مدني ټولنې یو شمیر غړي، روڼ اندي او قومي مشران د راتلونکو ټولټاکنو له پاره له افغان حکومت څخه د امنیت د خوندیتوب، د نوم لیکنې د


د خوست د مدني ټولنې یو شمیر غړي، روڼ اندي او قومي مشران د راتلونکو ټولټاکنو له پاره له افغان حکومت څخه د امنیت د خوندیتوب، د نوم لیکنې د ګرځنده ډولو د ګمارنې او د حکومت او خلکو تر منځ د رامنځته شویو بې باوریو د له منځه وړلو غوښتنه کوي.


په خوست کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي، ځوانان او مشران په راتلونکې کې د رڼو او ټولمنلو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره غوښتنه کوي، چې پوځي ادارې دې د ټاکنو د ترسره کیدو په پاتې موده کې د امنیت ټینګښت ته پاملرنه ډېره کړي، تر څو خلک په ډاډه زړه په یاد ملي بهیر کې برخه واخلي، همدارنګه د دوی په وینا د نوم لیکنې د مرکزونو کمښت هم د یاد بهیر د چټکتوب مخه نیولې او خلک په پوره ډول د کارتونو اخیستلو ته لاسرسې نه لري.

دوی د ټاکنو کمیسیون ته وړاندیز کوي، چې دې کار له پاره دې ګرځنده ټیمونه وګمارل شي تر څو هغه ټول کسان چې د رایې اچونې کارتونه نه لري او یا اوس اتلس کلنۍ عمر ته رسیږي د خپل کار او استوګنې په نږدې سیمو کې کارتونه تر لاسه کړي.

په خوست کې د یو سیاسي تحریک غړي کمال الدین ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د نوم لیکنو د ګرځنده ټیمونو د اړتیا د ښودولو تر څنګ وايي، چې که خلک کارتونه واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي نو سالم کسان به وټاکي:


((ټول خلک دې ته علاقمند دي، چې باید کارتونه واخلي، خو مشکل په دې کې دی چې په یوه ولسوالۍ کې یو سایټ دی او مالومه ده چې ولسوالۍ ډېرې پراخې دي، حتا په دې ښار کې یوازې یو مرکز دی، چې خلک ورته رسیده ګي نشي کولای، دې له پاره دې سیار یا ګرځنده ټیمونه جوړ شي،په همدې خاطر موږ د ټاکنو په دفتر غږ کوو، چې مهمو کلیو ته، لیسو ته، همداسې د نجونو لیسو ته، پوهنتون ته، خصوصي پوهنتونونو ته او خصوصي لیسو ته دې ورشي او هغه ځوانانو ته چې عمرونه يې اتلس کاله شوي او یا په راتلونکې حمل کې اتلس کلن کېږي دوی ته دې کارتونه ورکړي. موږ په دې ولس باندې بیا هم غږ کوو، کچیرې دوی دا کارتونه واخلي نو دوی به په راتلونکې کې سالم خلک که پارلمان ته وي، که ولایتي شوراګانو ته وي او که ریاست جمهوري ته وي ولیږي او دا قدرت به سالمو خلکو ته لاس کې ورکړي، ځکه رایه الهي امانت دی.))


د خوست یو تن ښوونکی هم مشال راډیو سره په خبرو کې وايي، په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون له پاره امنیت شرط دی، دی زیاتوي، چې د نظام زمامداران باید د خلکو او حکومت تر منځ هغه فاصلې ختمې کړي، چې په شتون يې په خپله اعتراف کوي:


((زما نوم لعل طاهر دی، د معارف په چوکاټ کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوم، امنیت ډېر مهم دی، هر کله چې خلک په دې پوۍ شي چې موږ خپله رایه په ازادانه توګه کارولی شو، او د کوم طرف نه ورته خطر نه متوجه کیږي، د داسې شرایطو برابرول دوی له پاره ډېر ضرور دي.تاسو ته مالومه ده وزیر صیب هم وايي، رئیس صیب هم وايي، والي صیب هم وايي او حتا ولسمشر هم وايي، چې زموږ او د خلکو تر منځ فاصله موجوده ده، دوی دا درکولای هم شي، چې دا فاصله په کومو علتونو موجوده ده، زما هیله دا ده چې واقعیتونو ته په کتو دوی باید دا فاصلې ختمې کړي.))


یو تن معیوب هیله څرګندوي، په راتلونکې کې داسې نظام رامنځته شي چې دوی ته خپل حقونه ورکړي:

((زما نوم سیدمیرخان دی، زه د ټولو معیوبینو، معلولینو او شهیدانو د وارثانو په استازیتوب دا عرض کوم، که چیرې په راتلونکې کې په افغانستان کې په رښتیا یو خواخوږۍ نظام منځته راشي، نو هغه باید د شهیدانو، معیوبینو، معلولینو ته هغه اصلي حقه حقونه ورکړي، نو انشاالله د معیوبینو او معلولینو ملاتړ به ولري او دا قشر به ورڅخه خوشاله وي.))


د امیر الله په نوم د مدني ټولنې فعال وايي، چې په افغانستان کې تېرو ټاکنو کې د خلکو هیلې نه دې تر سره شوي، نو تېرو تجربو ته په کتو نوموړی باور نه لري چې په ټاکنو کې به خلک په پراخه توګه برخه واخلي:


((د خلکو او نظام تر منځ فاصلې خلک ډېر مایوسه کړي دي، او د خلکو ډیری برخه او اکثریت په دې راتلونکو ټاکنو باور نه لري، ځکه په تېر وخت کې دوه ځلې منتخب رئیس جمهور وټاکل شو، نو ولس ته يې څه ورکړل؟ اوس هم هغه ولس دی او هماغه خلک دي، نو د تېرو تجربو له مخې دوی لیوال او علاقمند نه دي، لکه څه ډول چې فکر کیږي د خلکو ګډون به په انتخاباتو کې د قناعت وړ نه وي.))


د مدني ټولنې یو بل تن غړی وايي، چې که نړیوال د امنیت او سیاسي ټیکاو په تړاو خپلې کړې ژمنې عملي کړي، نو په اسانۍ ټاکنې ترسره کیدای شي:

((سیدالرحمان ایمان یم، د مدني ټولنې یو تن خوست ولسونه په دې باور لري، چې ټاکنې به ترسره کیږي او دې ته ژمن دي، خو هغه سیاسي باورونه چې په دې وروستیو کې خړ پړ شوي دي، که هغه بیرته راژوندي شي او د هغې سره په څنګ کې که نړیواله ټولنه د امنیت او سیاسي ننګونو په تړاو کومې ژمنې چې دوی درلودې هغې ته ژمن پاتې شي، انشاالله په ډېرې اسانۍ سره به راتلونکې ټاکنې کیږي او ژمنې ټاکنې به کیږي.))


خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په تړاو وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې کومه ستونزه نه لري او د راتلونکو ټولټاکنو له پاره پوره تیارۍ لري:


((موږ په اول قدم کې په مرکز او په دویم قدم کې په دوولسو ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر په بشپړ ډول په ډېر ښه شکل سره روان دی او موږ په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لرو، خلک هر وخت ورتللی شي.))


که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو تولو امکاناتو کار واخلي، خو تر اوسه هم دا اندیښنې شته، چې ممکن په افغانستان کې نا امنۍ د راتلونکو ټاکنو شفافیت زیانمن کړي.
XS
SM
MD
LG