د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني د ښوونځيو کتابونه او ماينونه نيول شوي


د مقر امنيه قومندان وايي، وسله والو له کتابونو سره سل کړۍ ماينونه، شپږ سوه کليو ګرامه چاودېدونکي توکي او د هاوان مرمۍ هم خښې کړې وې.

چارواکي وايي، په غزني کې يې د ښوونځي تر پنځلس سوه ټوکه زيات کتابونه چې طالب وسله والو وړي وو نيولي دي، دوی وايي، وسله والو له کتابونو سره ماينونو او توغندي هم خښ کړي وو.


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، طالب وسله والو د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ښوونځيو اوولس سوه ټوکه کتابونه له ماينونو او چاوېدونکي توکو سره خښ کړي و، چې نن د جمعې پر سهار دوی ته په لاس ورغلي دي.

دوی وايي، دغه کتابونو د مقر ولسوالۍ په لويه کنده سيمه کې، په يوه څاله کې خښ کړل شوي وو.

د مقر امنيه قومندان انجينر لطف الله کامران وايي، وسله والو له کتابونو سره سل کړۍ ماينونه، شپږ سوه کليو ګرامه چاودېدونکي توکي او د هاوان مرمۍ هم خښې کړې وې.

دی وايي، د ښوونځي کتابونه د ديارلس سوه اته اتيايم کال چاپ شوي کتابونه دي.


"اوولس سوه ټوکه کتابونه چې په ديارلس سوه اته اتيايم کال کې چاپ شوي دې دلته وسله والو خښ کړي وو، زموږ محلي پوليسو ته د سيمې خلکو راپور ورکړی وو، چې دلته کارټونونه خښ کړل شوي دي، کله چې پوليس ورغلل، ګوري چې کتابونه خښ دي، وروسته ورلاندې مايونونه هم وموندل شول، سل کړۍ ماينونه، اته د هاوان مرمۍ او شپږ سوه کليو ګرامه چاودېدونکي توکي هم ورسره موندل شوي دي."


انجينر لطف الله کامران وايي، تر اوسه ورته دا نه مالومېږي، چې د ښوونځيو کتابونه به وسله والو له کومه کړي وي او د څه لپاره به یې دلته خښ کړي وو.

تر اوسه پورې لا طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه سيمه چې، کتابونه او ماينونو پکې موندل شوي، تر دې وړاندې د طالبانو په ولکه کې وه، خو په مقر کې د سيمه ييزو پوليسو تر جوړېدو او د ولسي پاڅون تر پيل وروسته د دغې ولسوالۍ د ځينو سيمو په څېر د دولت لاس ته ورغلې ده.
XS
SM
MD
LG