د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: له سیلاو ځپلو کورنیو سره مرسته


د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې له اتیاوو سیلاو ځپلو کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان مرسته وکړه.


په کونړ کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې رییس غلام علي ثبات له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: د خوړو نړیوال سازمان په دې مرستیو کې غنم ، غوړي او نور شیان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ختيځو ولایتونو په تېره بیا نورستان کې د پنجشنبې په شپه هم یوه ښځه په سیلاونو کې لادرکه شوې ده تر دې مخکې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه هم وران کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG