د لاسرسي ځای

کندهارځانمرګی برید: کورني و بهرني سرتېري ژوبل


پیښه نن د جمعې ورځ تر غرمې مخکي د کندهار ښار او سپین بولدک پر لویه لار رامنځ ته شوه.


په کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال عبدالحمید ورګ مشال راډیو ته وویل ځانوژونکي پلی وو او دبهرنیو ځواکو دیوه چپه شوي موټر سره نږدې يي ځان ته چاودنه ورکړې.

د قومندان په وینا په پېښه کي دملي اردو پنځه سرتیری او درې تنه ولسي افغان وګړي ټپیان شوي دي.

قومندان وايي په حمله کي یو شمیر بهرني ځواکونه هم ټپیان شوي خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
XS
SM
MD
LG