د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رڼا ورځ خلک ورکېږي، بیا یې مړي پیدا کېږي


د ۴۵ کالن محمد عارف زوی امجد علي نومېده. دی کروندګر وو. امجد علي تر یوه کاله ورک وو بیا یې له قبایلي سیمو کې مړی تر لاسه شو.


په برتانیوي ورځپاڼې ګارډین کې لیکل شوي، د ۵۵ کالنې ښځې حمیدې بي بي زوی فرمان الله د ورځې سبزي خرڅوله او د شپې یې څوکیداري کوله. دوی د پېښور نوتیې اوسېدونکي ول. تېر کال فرمان الله ورک شوی وو او بیا یې پر موټروې مړی پیدا شو. د ده په بدن د ځورونې او وهلو نښې وې.


تېره اوونۍ حمیده بي بي یو ځل بیا د پېښور عدالت ته تللې وه. هلته د دې د زوی وژنې معاملې اورېدنه وه. عدالت دا اورېدنې د دې له پاره کوي چې په څه ډول حمیدې ته ۱۰ لکه روپۍ ورکړي.

حمیدې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، زوی یې ((په رڼا ورځ)) ورک شوی وو او بیا یې په بوجۍ (بورۍ، ګونۍ) کې مړی تر لاسه شو. د دې په خبره، نور خلک هم باید عدالت ته لاړ شي او له دولته د خپلو بچیو وژنو تاوان وغواړي.

حمیده وايي، د دې یو زوی وو او هم هغه ورته ډوډۍ پیدا کوله اوس که پیسې تر لاسه کړي نو مرسته به ورسره وشي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا پیسې لا په رسمي توګه کورنیو ته نه دي ورکړل شوې خو په نورو کورنیو کې به یوه هیله پیدا کړي چې په زرګونه غړي یې ورک دي او یا هم د پاکستان استخباراتي ادارو په ولکه کې وژل شوي دي.

د ورکو شویو کسانو وکیل عارف جان وايي، تر اوسه ۴۵۰ داسې درخواستونه د پېښور په های کورټ کې پراته دي چې په کې غوښتنه شوې ده چې د استخباراتي ادارو په لاس عدالت ته تر وړاندې کېدو پرته بندي کسان دې خوشې کړل شي.

د ۴۵ کالن محمد عارف زوی امجد علي نومېده. دی کروندګر وو. امجد علي تر یوه کاله ورک وو بیا یې له قبایلي سیمو کې مړی تر لاسه شو.

عارف وايي، دی هم د خپل زوی وژنې تاوان غواړي. دی وايي، دا پیسې باید زیاتې شي ځکه چې ۱۰ لکه روپۍ د ده د زوی کورنۍ ورځني ضروریات نه پوره کوي. عارف وايي، له زوی یې څلور بچي او یوه کونډه پاتې ده.

د پېښور های کورټ یو وکیل نوید اختر وايي، صوبايي حکومت د دې پیسو په ورکولو هم نه وو رضا خو د عدالتونو له حکمه سرغړونه هم نه شي کولای.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، داسې فکر کېږي چې زیاتره ورک شوي کسان د پاکستان د استخباراتو له ادارې آی اېس آی سره دي.
XS
SM
MD
LG