د لاسرسي ځای

تازه خبر

فورډ او شورلېټ افغانستان کې کارخانې جوړوي


د امریکايي شورلېټ او فورډ موټر کمپنیو ویلي، که حالات ښه شي نو په افغانستان کې به هم تولیدات پیل کړي.


ددې کمپنیو مسوولینو دا خبره نن په کابل کې د امریکا په سفارت کې د خپلو تولیداتو د نندارتون د پرانستلو په وخت کې وکړه.

د امریکا د شورلیټ او فرډ کمپنۍ دا مهال په امریکا کې موټر تولیدوي او د خرڅلاو لپاره یې افغانستان ته هم صادروي.

د امریکا سفارت چارواکي وايي چې ددې کمپنیو فعالیت به د افغانستان په اقتصادي وده کې ښه رول ولوبوي او دوی به نورې امریکايي کمپنۍ هم ورته فعالیتونو ته وهڅوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG