د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ارګ د سیاف لپاره ملاتړ راټولوي"


د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې کال د وري (حمل) پر ۱۶مه نېټه کیږي.


د ولسي جرګې غړي او د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف د یوې داسې غونډې د جوړیدو هڅې پیل کړي، چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره دوه یا درې مشخص کاندیدان معرفي شي.


دا مساله د سیاف د اسلامي دعوت ګوند یوه غړي داود کلکاني د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه او ویې ویل، چې سیاف به د دې غونډې لپاره خپله طرحه هم وړاندې کړي.

((استاد سیاف د ملي یووالي د ټینګښت او منځته راتلو له پاره او د هغو ستونزو د حل له پاره چې د افغانستان په مخکې موجود دي، یوه ملي اجماع چې په هغه کې یو شمیر هغه کسان چې د افغانستان په کچه مطرح دي، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې په ګډون رابولي،چې د ټاکنو پروسې ته په سالم ډول ورشو، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي او د ټاکنو په بهیر کې قومي، ژبني او سمتي مسائیلو ته لمن ونه وهل شي، ټاکنې په ډیموکراټیک او رښتیني ډول ترسره شي، ترڅو له یوې خوا د کاندیدانو د تعداد او زیاتېدو مخه ونیول شي او بل لوري ته یوه ملي اجماع او یو ملي توافق هم رامنځته شي.))

بلخوا د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د افغانستان ملي ایتلاف ګوند وایي، تیره اونۍ په ارګ ماڼۍ کې د سیاسي مشرانو یوه غونډه بلل شوې وه، چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د عبدالرب رسول سیاف د کاندیدیدو لپاره ملاتړ راټول کړای شي.

د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونو له کورنیو چارو وزارت وغوښتل چې د انتخاباتو په ورځ د پولیسو بې طرفي ته توجه وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې رییس جان داد سپین غر وویل که لازمه وي تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې دې د ځینو سیمو پولیسو تبدیل کړي، چې د مشخصو کاندیدانو سره د هغوی د ملاتړ ویره له منځه ولاړه شي.

پخوا تر د ولسي جرګې ځینو غړو هم اندیښنه ښودلې وه، چې د سیمه یېزو پولیسو موجودیت د انتخاباتو شفافیت ته یو ګواښ دی.

خو د مدني ټولنې له استازیو سره د پنجشنبې ورځ په مشورتي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مجتبی پتنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د شفافو او اعتباري انتخاباتو لپاره به هڅې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې کال د وري (حمل) پر ۱۶مه نېټه کیږي.
XS
SM
MD
LG