د لاسرسي ځای

تازه خبر

لشکرې طیبه فعالیتونه زیات کړي


حافظ سعید د لشکرې طیبه مشر
حافظ سعید د لشکرې طیبه مشر

د امريکا د جارج ټاون پوهنتون مرستیال پروفيسره کرسټن فيئر وايي، د اسلام آباد په نظر د لشکرې طيبه نظريه د پاکستاني طالبانو په مخنیوي کې ګټوره ده.

وال سټريټ جرنل وايي، هغه کس چې واشنګټن او نوی ډیلی ورته د ترهګرو د سرغنه په سترګه ګوري د چارشنبې په ورځ يې د پاکستان د آزادۍ د ورځې په مناسبت د لاهور په ښار کې پرېډ وکړي چې دا د هند او ګاونډي هيواد ترمينځ تاوتريخوالی نور هم زياتوي.


د ورځپاڼي په خبره حافظ سعيد له لوري د يوه غير سرکاري پرېډ مشري کول د پاکستان پر خپله خاوره له شته جهادي اورپکو سره د مبهمو اړيکو او دا شان د دې هيواد له تېرو ديرشو کلونو راهيسې وسله والې ډلې د ځان په ګټه د استعمالولو مرکزي نقطه په ګوته کوي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي د امريکا چارواکو د حافظ سعيد په اړه مالومات ورکونکو ته چې په نتيجه کې يې هغه ونيول شي يا مجرم و ګرځول شي، لس میلينه ډالر انعام اعلان کړی دی او دارنګه هند بيا وايي حافظ سعيد د لشکرې طيبه باني دی چې دغه ډله په دوه زره اته کال کې د ممبۍ په بريدونو کې په لاس درلودلو تورنه ده.

د ممبۍ په بريد کې د شپږو امريکايانو په ګډون يو سل شپږ شپيته کسان وژل شوي وو.

وال سټريټ جورنال زياتوي، هند دا هم وايې چې لشکرې طيبه ته چې ورباندې په دوه زره دوه کال کې بنديز لګول شوی وو د پاکستان د پوځ ملاتړ ترلاسه دی او اورپکي او پوځ په ځينو کاروايانو کې د يو بل همکاري کوي خو پاکستان دا تورنه ردوي.

د امريکا د جارج ټاون پوهنتون مرستیاله پروفيسره کرسټن فيئر وال سټريټ جرنل ته ويلي، د اسلام آباد په نظر کې د لشکرې طيبه نظريه د پاکستاني طالبانو په مخنوي کې ګټوره ده.

ورځپاڼه زياتوي امريکا دا وخت لشکرې طيبه د ځان لپاره يو مخامخ ترهګر خطر نه ګڼي خو بيا هم واشنګټن د دې ډلې ممکنه نړيوالو اړيکو انديښمن کړی دی.
XS
SM
MD
LG