د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالبانو دفتر دې په سعودي یا ترکي کې پرانستل شي"


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، دوی یې هم غوره بولي چې د طالبانو لپاره یونوی دفتر په یو بل هیواد سعودي عربستان یا ترکي کی پرانستل شي او د قطرلانجی ته په پام سره دا وار د دغه دفتر خلاصولو په ټولو معاملو کې احتیاط په کار دی.


د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د چارشنبې پر ورځ مشال رېډیو ته وویل، د دوی هڅه دا وه چې له طالبانوسره د خبرو لپاره په هیواد کی د ننه یا بهریو دفترپرانیزي خو د قطر پروسه څه ډول چې په کار وه هغه شان مخې ته نه ولاړه.

د سولې عالي شورا هیله منه ده چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې چې ټاکل شوې د راتلونکې کال کې ترسره شي له طالبانو سره عملا خبرې شورو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG