د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیس د ځانوژونکو بریدګرو دوه واسکټونه نیولي



د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د ځانوژونګو برېدګرو دوه واسکټونه نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن د پنجشنبې پر ورځ وویل، چې دا واسکټونه تیره شپه د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په یو سیمه کې نیول شوي:

دوه انتحاري واسکټونه چې د حقاني شبکې د یوه نن چې قاري هجرت یې بولي په هغه پورې تړاو درلود له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو له خوا تر لاسه شوي دي.

صدیقي وویل، چې د دې واسکټونو په تړاو دوه مشکوک کسان له سیمې تښتیدلي، خو د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG