د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر کې اېمرجنسي، د مړو شمېر تر ۵۲۵ وواښت


په مصر کې د زیاتېدونکو وژنو وروسته اېمرجنسي ولګول شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

په مصر کې د زیاتېدونکو وژنو وروسته اېمرجنسي ولګول شوه

بلخوا محمد البرادعي چې د مصر په منځمهاله حکومت کې مرستیال ولسمشر وو د چارشنبې د پرونیو پیښو خلاف په احتجاج له خپلې چوکۍ استعفا ورکړېده.

په مصر کې د تشدد په لړۍ کې خوا وشا ۵۲۵ کسان وژل شوي او تقریباً ۳۵۰۰ ژوبل شوي دي. د تاوتریخوالي دا لړۍ وروسته له هغې شورو شوه چې سر ښار قاهره کې امنیتي ځواکونو د لرې کړې شوي ولسمشر محمد مرسي د پلوي احتجاجیانو کېمپونه له منځه یووړل.


چارواکي وايي، په وژل شوو کسانو کې ۴۳ د امنیتې ادارو غړي دي. اخوان المسلمین ډله وايي، د وژل شویو کسانو شمېره لا زیاته شوېده.

د مصر چارواکو چې ورته د پوځ ملاتړ ترلاسه دی، د چارشنبې له خونرېزۍ پس یې په هېواد کې د یوې میاشتې لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی.

امریکا په مصر کې د خونړيو پیښو غندنه کړې ده، او د خارجه چارو وزیر جان کېري یې ویلي:

[د مصر حکومت کې شامل او له حکومته بهر خلکو ته په کار ده چې یو قدم شاته شي. دوی ته په کار ده چې حالات داسې پرامنه کړي چې په کې نور خلک د مرګ خولې ته لاړ نه شي. موږ په دغه هېواد کې د ایمرجنسي لګولو هم مخالفت کوو او په حکومت غږ کوو چې د بنیادي انساني حقونو احترام دې وکړي]

د مصر پر حالاتو له خبریال نجم الدین برهاني سره د ګل ایاز مرکه


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


بلخوا محمد البرادعي چې د مصر په منځمهاله حکومت کې مرستیال ولسمشر وو د چارشنبې د پرونیو پیښو خلاف په احتجاج له خپلې چوکۍ استعفا ورکړېده. نوموړي په تیرو وختونو کې د نوبل امن انعام هم ګټلی دی.

ایران، ترکي او یورپي یونین په مصر کې د احتجاجیانو خلاف د چارشنبې د ورځې عملیات غندلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG