د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو ۲۶ نور فلسطیني بندیان خوشي کړل


د امریکا په ملاتړ د سولې د خبرو تر پیل مخکې اسراییل د ښه مخۍ (خير سګالي) په توګه شپږ ویشت فلسطیني قيدیان خوشي کړل.

رپوټونه څرګندوي چې د دغو کسانو له ډلې ډیري د اسراییلیانو په ګډون د خلکو د وژني په جرم سزا شوی وو ، او يو شمېر نور مشکوک فلسطنيان وو .

دا کسان پرون د سېشنبې پر ورځ ناوخته له اسراییلي زندانونو خوشي کړل شول.

اسراییل ژمنه کړې ده چې د سولي په خبرو کي د پرمختګ په صورت کی به په خلورو پړاؤنو کي یوسل او څلور سزا شوي فلسطيني قيدیان خوشي کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG