د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سرتیرو ۱۲مشکوک وسله وال نیولي


پنځه وسلوال د پکتیا د اریوب ځاځیو، پنځه وسلوال د لوګر د خوشي ولسوالۍ د دوه بندي په سیمه او دوه مشکوک کسان يې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې نیولي دي

د تندر قول اردو سرتیرو له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلریشتو ساعتونو په موده کې د پکتیا د اریوب ځاځیو، د لوګر په خوشي او د خوست په صبریو ولسوالیو کې ۱۲ تنه مشکوک وسلوال همدرانګه یو شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات نیول شوي دي.


بلخوا د تندر قوا سرتیرو له د پکتیا د اریوب ځاځیو له لارې د لوګر د حصارک ولسوالۍ خلکو ته چې پخوا یاده ولسوالي د وسلوالو په محاصره کې وه، ۳۰۰ ټنه د مرستې غنم ورسولي دي.

د تندر قول اردو د رسنیز دفتر له خوا د چارشنبې ورځې ناوخته مشال راډیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پنځه وسلوال د پکتیا د اریوب ځاځیو، پنځه وسلوال د لوګر د خوشي ولسوالۍ د دوه بندي په سیمه او دوه مشکوک کسان يې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې نیولي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي:

((د تندر قول اردو د عقاب کومانډو کنډک پرسونل د اریوب ځاځیو د تختکۍ او خرچتل په سیمو کې عملیات ترسره کړی، په پایله څلور مشکوک وسلوال، ۱۸ فیره د راکټ انداز ګولی، 5 فیره د هاوان ګولی،۱۰ عدده د راکټ انداز پټاقۍ، ۲۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ۴۰۰ فیره د خفیفه یا سپکو وسلوګولۍ، یو فیر د ۹-GΡS گولۍ او یوه اندازه د نورو نظامي تجهیزاتو سره نیولي دي.

همداراز د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوأ جزوتامونو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه مشکوک وسلوال نیولي دي، د تندر قول اردو د لومړی پلې لوأ د دریم کنډک منسوبینو د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ دوه تنه مشکوک کسان نیولي دي.د دې تر څنګ د نوموړي لوأ لومړي کنډک پرسونل د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د حسن الګډې په سیمه کې عملیات کړي،په پایله کې یو تن وسله وال د یوه اندازه مهماتو سره بالفعل نیول شوی دی.

د تندر قول اردو منسوبینو ۳۰۰ ټنه غنم، چې پخوا د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خلکو لپاره د مرستې په ډول ځانګړي شوي ول، د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ له لارې د یادې ولسوالۍ مرکز ته ورسول شول او یوه اندازه ویجاړ شوی سړک هم د تندر قول اردو د انجنیري کنډک له خوا ورغول شو.))
XS
SM
MD
LG