د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هندي اوبتل کې چاودنه اتلس کارکوونکې تري تم


د هند په ممبي کې د روسيي ساخت په يوه اوبتل کې د چاودني او اور لګېدو وروسته د اوبتل اتلس کارکوونکې تري تم دي.


د هند د سمندری ځواکونو په خبره دا پېښه چارشنبي پر ورځ په سندورکشک نومې اوبتل کې رامنځ ته شوېده.

د هند د دفاع وزير ای کی انتوني د ځينو سرتيرو د وژل کيدو تصديق کړی دی، او دا يې په موجوده وخت کې لويه غميزه بللي ده. خو نوموړي د مرګ ژوبله کره شميره نه ده ښودلې. د چارشنبي سهار وختي د شوې چاودنې وجوهات په سمدستي توګه نه دی مالوم شوی.

رپورټونه وايي چې په دا وروستيو کې په روس کې دغه شپاړس کلن زوړ اوبتل مرمت شوی وو او بيا هند ته سپارل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG