د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېلاو ځپلو ته دې ژر مرستې ورسول شي. ولسمشر کرزی


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په میدان وردکو او پکتیکا کې د سیلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو ته د بیړنو مرستو د رسولولارښوونه کړې.


د ولسمشر د دفتر نه خپره شوی په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر حامد کرزي پدې اړه له طبیعي پيښو سره د مبارزې او نورو اړوندو ادارو ته لارښونه کړې چې د یادو سیمو له خلکو سره مرستې وکړي.

راپورونه وایې، چې په میدان وردک او پکتیکا کې وروستیو سیلابونو شاوخوا ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼ شمېر کورنۍ یې زیانمنې کړې دي. اخوا په لوګر کې هم چارواکي وایې چې، د سې شنبې ورځې سیلابونو نږدې دوه سوه کورنه ویجاړ کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې تباه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG