د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاکستان تاوتریخوالی تندېږي


Generic -- India an Pakistan Flags, 20Jul2012
Generic -- India an Pakistan Flags, 20Jul2012

روئټرز زياتوي کله چې امريکا يې پوځيان خپل وطن ته ستانه شي نو د شدت پسندو له افغانستانه د بيرته راوتو يو غير يقني صورتحال به رامينځ ته شي.

روئټرز خبري اژانس وايي پاکستان مېشتي اورپکي تياری نيسي چې راتلونکې کال له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به د هند پر ضد کاروايي شروع کړي.

د ځينو سرچينو په وينا داسې کيدل به د هند او پاکستان ترمينځ تاوتريخوالی نور هم زيات کړي.

روئټرز د هند د جاسوسي سرچينو له خولې وايي په جلال آباد کې د هند پر کونسلګری بريد او د کشمير پر سرحد د هند پر پوځيانو حمله دا خبره په ګوته کوي چې کيدلی شي د مذهبي شدت پسندو کاروايانې وار له مخه پيلې شوې وي.

روئټرز ته د پاکستان مېشتې لشکرې طيبه غړو ويلي چې ډله يې يو ځل بيا د هند خلاف کاروايي شروع کوي چې د دوی په وينا دا ځل به دا په په پراخه کچه د سرحد هغه بلې غاړي ته وي.

د هند د جاسوسي ادارې يوه چارواکي روئټرز خبري اژانس ته ويلي، هند له دوه زره څوارلسم کال وروسته رامينځ ته کيدونکې منظر نامې انديښمن کړی دی. د ده په وينا که چېرته اورپکي په افغانستان کې د کاميابۍ دعوې وکړي نو کيدلی شي دوی د هند پر لور مخ راواړوي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت يوه چارواکي اژانس ته ويلي، د هند له لوري لګول شوو تورونو حيرانه کړی دی ځکه د ده په وينا پاکستان له خپلو شدت پسندو سره په جنګ دی او له هيواده دباندې د هېڅ ډول محاذ آرايي اراده او شوق نه لري.

روئټرز خبري اژانس زياتوي کله چې امريکا يې پوځيان خپل وطن ته ستانه شي نو د شدت پسندو له افغانستانه د بيرته راوتو يو غير يقني صورتحال به رامينځ ته شي.

دلته اژانس د لشکر طيبه د مشر حافظ سعيد د هند له يوې اونيزې مجلې سره د مرکې حواله ورکوي چې پکي نوموړي ويلي ول له افغانستانه د امريکايې ځواکونو له وتو سره سم به په کشمير کې د ده په خبره بشپړ جهاد پيلوي.

د لشکرطيبه يوه مشر د نوم نه ښودلو په شرط روئټرز ته ويلي، لشکرې طيبه سږ کال له نورو شدت پسندو ډلو سره په ګډه کار کړی چې نور پاکستاني جګړه مار وروزي او د پولې پورې غاړې هند ته يې ورواړوي.

دلته اژانس د ساوت ايشياء ټريرزم پورټل په نوم د يوه تینک ټېنک حواله ورکوي چې وايي، د روان کال په لومړنيو اته مياشتو کې په هندي کشمير کې د تشدد يو سل درې پيښي ريکارډ شوې دي چې هم دغه شمير تېر کال په هم دغه موده کې اوه پنڅوست وو.

د لشکر طيبه يوې سرچيني روئټرز خبري اژانس ته ويلي د هند لخوا د سختو امنيتي تدابيرو د نيولو له وجي دوی د پخوا په شان خپل غړي په لوی شمير کې هند ته نه ليږي.
XS
SM
MD
LG