د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آصف علي زرداري ولسمشري


آصف علي زرداري
آصف علي زرداري

د زرداري په موده کې د وزيراعظم دفتر او پارليمان ته زيات واک ورکړل شو او د يو شمېر مهمو حکومتي محکمو تنظيمي واک له مرکزه صوبو ته وسپارل شو

له امريکا څخه خپرېدونکې په (دې نيشنل انټرسټ) نومې مجلې په يوه ليکنه کې ويل شوي، د پاکستان يو د پام وړ شمېر وګړي ښايي په دې خبره خوشاله وي چې د دغه هېواد ولسمشر آصف علي زرداري به راتلونکې سيپټمبر مياشت د ولسمشرۍ چوکۍ پرېږدي.

د ليکنې له مخې، پر يادې چوکۍ به د ممنون حسين په نوم يو تن چې تېره جولايي مياشت د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، کښېني.

ليکنه زياتوي، که څه هم يو زيات شمېر پاکستانيانو د ولسمشر زرداري کړنو ته د شک په سترګه کتل، خو ورسره يې دا خبره درک هم کړه چې نوموړي په ډېرو نامساعده حالاتو کې وکولای شول خپله پينځه کلنه دروره پای ته ورسوي.

ليکنه کاږي، پر ولسمشر زرداري د درغلۍ هغه تورونه چې د خپلې وژل شوې ښځې او د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې، بينظير بټو د واکمنۍ په کلونو کې پرې لګول شوي ول، هم عدالتونو ثابت نه کړای شول.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، آصف علي زرداري، د مېرمنې يې د وژل کېدو او د پخواني پوځي ديکتاتور جنرال پرويز مشرف د واکمنۍ له ختمېدو وروسته د ۲۰۰۸ م کال په سيپټمبر کې د پاکستان د ولسمشرۍ په چوکۍ کښېناست.

په مقاله کې ويل شوي، هغه خلک چې د پاکستان د ولسمشرۍ د چوکۍ له پاره د زرداري په ټاکل کېدو خوشاله ول، ډېر ژر يې پر نوموړي له مشرف سره د پټې معاملې کولو او د خپلې ښځې د وژنې د پلټنو نه کولو تورونه پورې کړل.

خو ليکنه زياتوي چې ولسمشر زرداري په ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستان د پارليمان له لارې د دې هېواد په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوړلو عمل پيل کړ، چې په نتيجه کې يې د پاکستان له ولسمشر څخه د يوه جمهوري حکومت کور ته د لېږلو اختيار واخيستل شو.

پر دې سربېره، د وزيراعظم دفتر او پارليمان ته زيات اختيارات ورکړل شول او د يوشمېر مهمو حکومتي محکمو تنظيمي واک له مرکز څخه صوبو ته وسپارل شو.

د ليکنې له مخې، د پاکستان يو ولسمشر هم دغه کارونه نه وو کړي. نوموړي غوښتل د دغو اصلاحاتو له لارې په راتلونکي کې په هېواد کې د پوځي آمریت مخه ونيسي.

ليکنه زياتوي، په داسې حال کې چې د پاکستان له امريکا سره اړيکې چندان ښې نه وې، ولسمشر زرداري د پاکستاني پوځ په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې کليدي رول ولوباوه.

دغه راز نوموړي له چين سره، چې د پاکستان مهم ستراتيژيکي ملګری دی، د پاکستان تجارتي اړيکې لا ډېرې پياوړې کړې.

د نيشنل انټرسټ نومې مجلې په ليکنه کې د ولسمشر زرداري هغه خبره راخيستل شوې چې په دې وروستيو کې ويلي ول، انتظار باسي چې د ولسمشرۍ دوره يې ختمه شي او د ده پر ضد د دوسيو جوړونکو خلکو اصليت پاکستاني ولس ته په ډاګه کړي.
XS
SM
MD
LG