د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل، واشنګتن او نوي ډیلې درې اړخیزه غونډه


یو شمېر هندي سرچینې خبر ورکوي، چې د هند، افغانستان او امریکا استازي به راتلونکې میاشت درې اړخیزه غونډه وکړي.


په دې غونډې کې به تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي.

په هند کې د امریکا سفیرې نانسي پاول د سې شنبې په ورځ څرګنده کړه چې؛ دا خبرې به په سپتمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ وشي.

میرمن پاول زیاته کړه چې؛ په افغانستان کې د هند ونډه ډیره مهمه ده او امریکا د افغانستان په راتلونکې کې د هند پر نقش خبره ده.

په نوي ډیلي کې د امریکا سفیرې خبریالانو ته دا هم وویل، چې په ځانګړې ډول په راتلونکې کې د سوداګرۍ په برخه کې د هند برخه په افغانستان کې خورا مهمه ده او امریکا د دې هرکلی کوي.

ټاکل شوې ده چې؛ د دوه زره څوارلسم کال تر پایه نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي، په هند کې د امریکا سفیرې دې مسالې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې درې سره اړخه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یو ډول اندیښنه لري او غواړي چې د وضعیت د ښه کیدو لپاره خپل نظرونه سره شریک کړي.

میرمن پاول بیا وویل، واشنګتن له نژدې د افغانستان له حکومت سره کار کوي او دا هیلمنه ده چې د امنیتي همکاریو د تړون په برخه کې به واشنګتن ډیر ژر له کابل سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د دې په وینا یو شمېر امریکایي او د نورو هیوادو پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو په روزنه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هند له افغانستان سره د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته نژدې دوه میلیارډه ډالر مرسته کړې ده او د کابل او نوي ډیلي اړیکي تودې دي.

د یو شمیر رپوټونو له مخې پاکستاني چارواکو تل د افغانستان او هند تودو اړیکو ته اندیښنه څرګنده کړې ده.

بل لور ته له رپوټونو سره سم ټاکل شوې ده چې په شاوخوا دوو اونیو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی اسلام اباد ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره په سیمه کې پر امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG