د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره پالیسي مسوده


د نوې پالیسۍ له مخې به د هیواد د تعلیمي نظام جاج اخستل کېږي چې ایا دا د یو سخت دریځه ذهن په وده کې څومره کردار لري او هغه به اړول کېږي


ایکسپریس ټریبون په خپل یو راپور کې لیکلي، چې د ترهګرۍ پر ضد نوې قامي پالیسي به د روانې میاشتې په پای کې عملي کېږي ـــ چې پکې د تره ګرو تنظیمونو د نېټورک د مینځه وړلو په موضوع زور ورکړل شوی دی.


د تره ګرۍ پر ضد د پاکستان نوې قامي پالیسي کې پریکړه شوې ــــــ چې په تعلیمي او عدالتي نظام کې د لویې کچې اصلاحاتو او د پولیسو او بهرنو چارو په پالیسۍ کې د بدلونونو او اصلاحاتو په وسیله به د ټولو ترهه ګرو تنظیمونو او وسله والو ټولګو نېټورک له مینځه وړل کېږي.

دغه مجوزه پالیسۍ ته د ۲۰۱۳ کال م لپاره د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ضد د قامي پالیسۍ نوم ورکړل شوی دی. دا پالیسي د کورنیو چارو وزارت جوړه کړې ده ، چې مهم ټکي به يي د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له پارلیمان سره شریکوي ــــــ بیا به دا پالیسي د کابینې دفاعي کمیټې ته لیږل کېږي ــــــــ او چې له دغه ټولو ادارو منظوره شي ــــــــ نو د روانې میاشتې په پای کې به عملي کېږي.


د ایکسپریس ټریبو ن د راپور ترمخه ـــ د نوې قامي پالیسۍ پینځه مهمې برخې دي .

وړومبې ــــ د ترهګرو تنظیمونو او وسله والو ټولګو له مینځه وړل ـــ

په پالیسۍ کې د ترهګرو تنظیمونو له مشرانو سره روغه جوړه رد کړل شوې ده خو په لاندې کچه له وسله والو سره د روغې له پاره په دې شرط پوره ځای پریښودل شوی دی چې هغوی به وړومبی د ریاست واک مني او احترام به يې کوي.

دویم ـــ د ترهګرۍ مخه نیول یا محدودول ـــ

ددې نورې درې برخې دي. وړومبی د ترهګرو بریدونو پر ضد امنیت ټینګول، په بیړنۍ توګه مرستې رسول، او د بریدونو ښکار خلکو او د هغوی د کورنیو امداد.

دریم ـــ لاره نیول ـــ

د نوې پالیسۍ ترمخه به ــ د ترهګرۍ ضد قامي اداره د ترهګرو د خطرو پوره جاج اخلي او د استخباراتي ادارو په مرسته به يې لاره نیسي. دغه شان ترهګرو تنظیمونو ته چې څوک مالي مرستې ورکوي د هغوی پر ضد به هم ګامونه اخیستل کېږي.

څلورم ـــ تعلیم ورکول ـــ

د نوې پالیسۍ ترمخه به د هیواد د تعلیمي نظام جاج اخستل کېږي چې ایا دا د یو سخت دریځه ذهن په وده کې څومره کردار لري او په هغه کې به بدلون راوستل کېږي. نه یوازې چې د مدرسو په نصاب او نظام کې به اصلاحات کېږي ـــ بلکې په ټول تعلیمي نظام کې به اصلاحات کېږي.


پینځم ـــ د ترهګرو تنظیمونو او ټولګو کارکونکي او خواخوږي به یو ځل بیا په ټولنه کې د شاملولو لپاره ګامونه پورته کول کېږي.

او شپږم دا چې ـــ د ترهګرۍ د نوغې ویستلو لپاره د بهرنو چارو په پالیسۍ کې د ځنو بدلونونو سپارښ شوی دی.
XS
SM
MD
LG