د لاسرسي ځای

"ډرون الوتکې باید د مالوماتو لپاره وکارول شي"


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د پاکستان د پوځ له مشر اشفاق پروېز کیاني سره

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د پاکستان د پوځ له مشر اشفاق پروېز کیاني سره

پاکستان په قبایلي سيمو کې د امريکا ډرون بريدونه د خپلې خودمختارۍ ضد کار بولي خو امريکا بيا دريځ لري چې دا د ترهګرۍ پر ضد يوه موثره وسله ده.


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون وايي، ډرون الوتکې بايد د مالوماتو راغوڼدولو لپاره استعمال شي.


نوموړي نن د سېشنبې ورځ د پاکستان د دوه ورځني سفر پر وخت په اسلام آباد کې په نسټ پوهنتون کې يوې غونډي ته وويل چې د ډرون الوتکو د پوځي مقصد لپاره استعمال باید د نړيوال قانون تابع وي.

نوموړي زیاته کړه:

( يوه خبره واضحه کوم. دغه نوې الې لکه بې پایلټه الوتکې / دا يوازې د مالوماتو را ټولولو لپاره دي. خو په خاصه توګه د ډرون مسلح استعمال يوه بېله خبره ده. لکه څنګه چې ما بیا بیا په تینګار سره وویل، د ډرون الوتکو مسلح استعمال بايد د نړيوال قانون تابع وي او په دې اړه د ملګرو ملتونو دريځ ډیر څرګند دی)

پاکستان په قبایلي سيمو کې د امريکا ډرون بريدونه د خپلې خودمختارۍ ضد کار بولي خو امريکا بيا دريځ لري چې دا د ترهګرۍ پر ضد يوه موثره وسله ده.

تر دې وړاندي نن سهار بان کې مون په اسلام اباد کې د قامي سلامتيا لپاره د پاکستان د وزيرعظم سلا کار سرتاج عزيز سره د هند او پاکستان ترمنځه پر پوله د نښتو په ګډون نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان سرکاري خبري اژانس خبر ورکړې وو چې بان کې مون په پاکستان او هند زور راوړی چې د کشمير مسله حل کړي.

نوموړي ويلي دي که چېرې پاکستان او هند غواړي نو د کشمير مسلې د هوارولو په لړ کې ملګري ملتونه د منځګړيتوب کردار ترسره کولو ته چمتو دي.
XS
SM
MD
LG