د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا هزاره سیمې ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوي


د پښتونخوا هزاره سیمې ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د پښتونخوا د هزاره ډویژن لرې پرتو غریزو سیمو ډاډر، جبوړی او منډا ګوچه ته د پاخه سړک له غځېدو وروسته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی. په ډاډر کې له سیند د پاسه ځانکو پل، په جبوړی کې د اوبو ژرنده او په منډا ګوجه کې ښکلی بهېدونکی سیند چې پر غاړه یې سیلانیان ساعتېری کوي او ځان ته خواړه پخوي. منډا ګوچه له مانسرې ښاره خواوشا ۱۰۰ کلومیټره لرې پرته سیمه ده. ځایی خلک يې کوهستانی او هندکو ژبه وايي او تیر حکومت ورته پوخ جوړ کړي دي نو زیات تر سیلانیان د مري او کاغان پر ځای دغه سیمو ته د سیل لپاره ځي. د مشال خبریال خالد خان یې په وړوکي اختر سېل ته ورغلی وو.

XS
SM
MD
LG