د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته ځي



د افغانستان ولسمشرحامد کرزی به د روانې میاشت په وروستۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.


رویترز خبري اژانس په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر عمر داوود زي او د افغانستان د سولې د عالي شورا په حواله وايي، چې ولسمشر کرزي به د اګسټ له ۲۶ تر ۲۸ نیټې پورې په پاکستان کې د دې هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې او نورو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړي.

بلخوا د حکومت د سياسي اپوزيشن د يوې ډلې ملي ایتلاف ویاند فاضل سنچارکي پرون د دوشنبې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د نړیوالې ټولې له فشار پرته به پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي راتلونکې سفر هم کومه مهمه لاسته راوړنه ونه لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د دوي یو پلاوۍ به هم پاکستان ته د ولسمشر کرزي په دې سفر کې ملګرې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG