د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ضد جګړې پاکستان ته پراخ زیان رسولی دی"


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وویل،د ترهګرۍ ضد جګړې ۱۳ کاله وشو، چې پر موږ تپل شوې ده او د دې له لاسه هېواد کې حالات ډېر کړکېچن کړې دي.


د پاکستان د کورنو چارو وفاقي وزیر،چوهدري نثار علي خان ویلې دي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ډېر تاوانونه ګاللې دي او دا جنګ د ده په خبره، پر هېواد یې تپل شوی دی.


نوموړي دا ونه وویل چې جنګ د چا له خوا ورباندې تپل شوی دی،خو زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ خلاف به ډېر ژر د امنیتي تګلاره جوړه کړي.

دا خبرې نوموړي تېره ورځ(اتوار) ناوخته په کوټه کې د خپلې دورې پر مهال وکړې. ياده دې وي، د پاکستان کورنو چارو مرکزي وزیر داسې حال کې بلوچستان ته تللی چې هلته تېرو څو ورځو کې د ناامنۍ یو شمېر پېښې را مېنځ ته شوې دي

د پاکستان کورنو چارو مرکزي وزیر د تېرې یکشنبې پر ورځ ناوخته په کوټه کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ووېل چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې روانې ناکرارې پاکستان سخت زیانمن کړی دی.

٫٫د ترهګرۍ ضد جګړې ۱۳ کاله وشو، چې پر موږ تپل شوې ده او د دې له لاسه په هېواد کې حالات ډېر کړکېچن کړې دي.په داسې حالاتو کې له دغې وضعې د خلاسون لپاره به په کار وي چې ټول قام پر یوه ځای او یو مُوټی شي٬٬

مرکزي وزیر،چوهدري نثار علي خان زیاته کړه، دوی به ډېر ژر سیکیورټي پالیسي اعلان کړي، چې په ملک کې روانې د ناامنۍ لړۍ په قابو کولو کې مرسته ترلاسه شي

٫٫له ۱۳ کلونو موږ په دغې جګړې کې راګېر یو. هیچا هم امنیتي تګلارې په اړه هیڅ هم نه ووېل. چا دا نه ووېل چې موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کوو، دا د کومې تګلارې تر سیورې لاندې یې کوو.زه خو په دې هم سخت حیران یم هغه خلک، چې له تېرو څلورو یا اتو کلونو راهیسې د حکومتونو برخه ول،نن هغوی هم وایي چې سیکیورټي پالیسي ولې نه ده جوړه شوې؟٬٬

چودري نثار علي خان دا اعلان هم وکړ چې بلوچستان کې د پولیسو پر وړاندې د تشدد له پېښو وروسته، دوی به د پاکستان پوځ له اړخه د بلوچستان پولیس ته د ترهګرۍ په خلاف مهمه روزنه او ځانګړې وسله ورکوي.

دلته دا هم د یادولو ده چې د پاکستان کورنو چارو وفاقي وزیر په داسې حال کې بلوچستان ته ولاړ چې هلته یوازې په تېره یوه اوونۍ کې تر ۶۰ زیات کسان د ناامنۍ پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي او د دغو پېښو په لړ کې د پاکستان سپریم کورټ له خوا له خپلې مخې یا ازخود نوټس هم اخیستل شوی دی.
XS
SM
MD
LG