د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ته به پته وي چې طالبان شته که نه: خټک


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک ویلي، ده خو طالبان نه دي لیدلي، د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ته به مالومه وي چې په پېښور کې طالبان شته دي او که نه.

نوموړي دا خبره د اسفند یار ولي خان هغه بیان په غبرګون کړې ده چې په کې هغه د خالي یا شنبې پر ورځ ویلي ول، طالبان د پېښور پر سړکونو ګرځي.

د اتوار یا یکشنبې پر ورځ له پروېز خټک سره مرکه په دې ډول وشوه.

مشال راډیو: پرون اسفندیار ولي صاحب یو بیان ورکړی وو چې د پېښور پر سړکونو طالبان ګشت (ګزمه) کوي، نو تاسې د صوبې وزیر اعلا یاست، دا خبره صحیح ده؟

پروېز خټک: دا [له] هغه تپوس وکړه، هغه ته به مالومه وي، د طالبانو هغه ته پته ده.

مشال راډیو: نه نو دا یو سیاسي بیان وو که په دې کې حقیقت هم شته؟

پروېز خټک: دا [له] هغه تپوس وکړئ چې سیاسي وو که حقیقت وو.

مشال راډیو: [پر تاسې تورونه لګي نو] هسې په صوبه کې د امنیت څه صورتحال دی؟

پروېز خټک: دا الزامات خو بس لګي نو. خو [له] هغه تپوس وکړه کنه، هغه به له طالبانو سره رابطه وي، هغه ته به پته وي. نو دا بس ته مالومات وکړه چې طالبان شته او که نه. ما خو نه دي لیدلي او ما ته خو چا ذکر نه دی کړی.

مشال راډیو: تاسو به مذاکرات کله کوئ وزیر اعلا صاحب؟

پروېز خټک: مذاکرات خو به زه نه کوم، دا خو به فیډرل حکومت کوي.

مشال راډيو: له فیډرل حکومت سره ستاسې څه رابطه شته؟

پروېز خټک: له فیډرل حکومت سره زه میټنګ (ملاقات) کوم چې د پالیسۍ جوړولو پروګرام جوړ کړي نو بیا به پته لګي.

مشال راډيو: او په صوبه کې چې د امنیت کوم صورتحال دی، خلک وژل کېږي، [چاودنې] کېږي، نو تاسې خپله څه پالیسي جوړوئ؟

پروېز خټک: نو ما خو تا ته بیا وویل، خبره همدا ده چې فیډرل حکومت به پالیسي جوړوي. پالیسیانې صوبايي حکومت نه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG