د لاسرسي ځای

تازه خبر

”ویاړ خلکو ته خدمت کولو کې دی،نه د افغانانو په وژنه کې“



د پنجشنبې ورځې په سهار د خوست ولایت په مرکز او قومي عیدګاوو کې د کوچني اختر لمونځونه د امن په فضاه کې ترسره شول.


د کوچني اختر د لمانځنې له پاره په ښار او ولسوالیو کې د امنیتي ارګانونو له خوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي ول، د نوموړي ولایت ملکي او پوځي چارواکيو د هرکله په شان د اختر لمونځ د ښار په لوی مرکزي جامع جومات کې اداء کړ.

د خوست ډېری ښاریان د اخترونو لمونځونه په مرکزي جومات او د مټاچینې په سیمه کې د ښار په لویې عیدګاه کې ترسره کوي، خو مرکزي عیدګاه ته ډیری ولسي او ملکي خلک د لمانځه له پاره ورځي او د لمونځ کوونکو شمېر يې هم له ټولو عیدګاوو څخه زیات وي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي چې په کوچني اختر کې د خبرو پر مهال د افغانستان له وروستیو امنیتي پېښو ډېر متاثره تر سترګو کیده، وسلوالو مخالفینو ته د خدای پاک خاطر مخې ته کړ، چې له جنګه دې لاس واخلي او په داخل کې خبرو او مذاکراتو ته حاظر شي:

((لازمه بولم پر خپل هغه مخالف لوري غږ وکړو، چې د خدای په خاطر دې نور د وینو له تویولو څخه لاس واخلي، د خدای په خاطر دې نور د افغانانو له ځورولو څخه لاس واخلي، د خدای په خاطر دې نور د خپل وطن له ورانولو څخه لاس واخلي، د خدای په خاطر دې نور د خپلو میندو له ژړولو څخه لاس واخلي، د خپلو خویندو له ځورولو څخه دې لاس واخلي، راشئ د افغانستان خاورې په داخل کې به سره کینو، د لته به د ورورۍ، دوستۍ او د امن په فضاه کې ژوند وکوو، د سرلوړی او عزت ژوند به وکوو.))

نعیمي وویل، ویاړ او افتخار د افغانانو په وژنه او محتاجۍ کې نه دی، بلکې ویاړ په دې کې دی چې موږ او تاسو خپلو خلکو ته څومره او څه ډول خدمت کولای شو:
خوست والي په دې وروستیو کې د افغان سرتیرو په ځاني تلفاتو هم سخته خواشیني وښوده، او د ټولنې له ټولو قشرونو يې وغوښتل، چې د سولې د راوستو له پاره په ګډه هڅې وکړي:

((په دې ډېر ځوریږو، چې زموږ د افغانانو ناحقه جنازې وړل کیږي، زموږ د ملي عسکرو او مسلحو قوتونو د سرتېرو جنازې په دې وړل کیږي، چې د دې خاورې ساتنه کوي، په دې خدای هم خفه کیږي، د خدای رسول او نیک بنده ګان هم خفه کیږي، نو وروڼو، د سولې له پاره کوچنی او لوی، مشر او کشر، عالم او معلم باید لاسونه سره ورکړو او د سولې د راوستو له پاره کار وکوو، د خدای پاک تر ټولو لوی نعمت موږ او تاسو ته امن او سوله ده.

دا په دې نه کیږي، چې راځئ سوله راولو، نه، نه هر ګز نه، سوله عملاً کار غواړي، عملاً قرباني غواړي، عملاً تلاش غواړي او عملاً د یوې او بلې دروازې ټکول غواړي.))

د یادونې وړ ده، د اختر د شانداره لمانځنې له پاره په خوست کې د ځینو کلتوري بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو له خوا یو شمېر تفریحي او هنري برنامې هم په پام کې نیول شوي، چې تمه ده، د اختر په شپو ورځو کې به ترسره شي.
XS
SM
MD
LG